پاکستان له ایران څخه د ضرورت وړ انرژۍ تامینوي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د پاکستان د چارواکو وروستې څرګندوې یو ځل بیا ښودنه کوي چې د خپل هیواد د ضرورت وړ انرژۍ د تامینولو لپاره د ایران د انرژۍ سرچینو په تیره بیا ګازو ته کتنه لري.
د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د نوي کړچار په غوره کولو سره وویل ایران تیلو او ګازو ته د پاکستان د اړتیاو د تامینولو توان لري او ویې ویل د پاکستان د تیلو وزیر له ایران څخه د ګازو د واردولو هڅه کوي او دغه انتخاب هماغه راز په میز باندې شته.
هغه وویل د پاکستان حکومت په ټولو ډګرونو په تیره بیا د متقابل تجارت په ډګر کښې له ایران سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره چمتووالی لري.
له ایران څخه د پاکستان د انرژۍ د تامینولو د تعقیبولو د اهمیت په هکله د پاکستان د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په دوه زره لسم میلادي کال کښې له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال موافقه چې د سولې پایپ لاین نومول شوی و لاسلیک شوه خو پاکستان د ایران په اپوټه د ګازو په دغه پروژې کښې ځان ته اړونده برخه بشپړه نکړه.
په ایران کښې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي دراني پاکستان ته د ایران د ګازو د انتقال د نل لیکې په نه بشپړیدا کښې د خارجي هیوادونو د خوځښتونو د اغیز په هکله وايي بهرني دباونه باید مونږ د ایران د انرژۍ له سرچینو محرومه نکړي.
پاکستان کلونه کلونه کیږي چې د ګازو ، د تیلو او د بریښنا له کمښت او د سونګو او د انرژۍ د بیو له زیاتیدا او دغه راز په ورځ کښې څو څو ساعته د بریښنا له غوڅیدا سره مخامخ دی.
په پاکستان کښې د تیلو او د ګازو له کمښت سره سره له ایران څخه پاکستان ته ګازو د رسولو پروژه په اسلام اباد باندې د امریکا او د سعودي عربستان په شمول د خارجي قدرتونو په دباو سره هماغه راز محققه نه ده شوي.