د افغانستان ښاریز دې د سپکاوي په خاطر سزا شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122480-د_افغانستان_ښاریز_دې_د_سپکاوي_په_خاطر_سزا_شي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ ځینو استازیو د پاکستان د ملي بیرغ د سپکاوي په دلیل د افغانستان ښاریزو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2022 02:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان ښاریز دې د سپکاوي په خاطر سزا شي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ ځینو استازیو د پاکستان د ملي بیرغ د سپکاوي په دلیل د افغانستان ښاریزو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړیو له لوړې محکمې یعني سپریم کورټ وغوښتل د افغانستان هغو ښاریزو ته چې د پاکستان د ملي بیرغ سپکاوی یې کړی دی سزا ورکړي.

د پاکستان د ملي پارلمان استازي نور عالم خان په دې هکله ویل د افغانستان د کرکټ ټيم پلویانو چې د پاکستان په پاسپورټونو باندې متحده عربي اماراتو ته تللي وو د پاکستان ښاریز ووهل او وټکول او د پاکستان د بیرغ بې احترامۍ یې وکړه او هغوې باید سزا شي.

د پاکستان د ملي پارلمان بل غړي محمود بشیر هم د افغانستان هغو ښاریزو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه کوم چې د پاکستان په پاسپورټونو باندې متحده عربي اماراتو ته تللي وو او د پاکستان د بیرغ بې احترامۍ یې کړي وه.

د پاکستان چارواکو ویلي دي چې په متحده عربي اماراتو کښې د افغانستان د  کرکټ د ملي ټیم له ماتي خوړلو وروسته د افغانستان ښاریزو په سټیدیم کښې د پاکستان د بیرغ بې احترامي وکړه او د پاکستان ښاریز یې ووهل او وټکول.