د عمران خان د وژلو دسیسه له مخکې څخه جوړه شوي وه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تور ولګاوه چې دوه میاشتې مخکې د هیواد استخباراتي ادارې یوه ویډیو خپره کړه چې په ما یې مذهبي سپیڅلتیاو ته د سپکاوي او د مذهبي احساساتو د داغي کولو تور لګولی و.
هغه له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د شهباز شریف حکومت په ما باندې د حملې پلان جوړ کړی و او غوښتل یې داسې وښيي چې یوه مذهبي جنوني کس دغه برید کړی دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل په ما باندې حمله پلان شوي دسیسه ده او ما مخکې خبرداری ورکړی و چې په ما باندې به حمله وشي.
هغه وویل ځکه خو زه د ازادو تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه کوم او ما په دغه حملې کښې د دریو کسانو نومونه ورکړي دي.
بل خبر دا چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه مشر اعجاز چوهدري وویل د دریو کسانو له نومونو پرته چې عمران خان ورته اشاره کړي ده د حملې د راپور ثبتول هسې یو چټي کاغذ دی.
دغه راز د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مهم مشر او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د دغه ګوند لانګ مارچ یعني ستر لاریون به سبا له هغه ځاې بیرته پیل شي چیرې چې په عمران خان باندې حمله شوي وه.
بل خبر دا چې په پاکستان د روانو ګډو وډو سیاسي حالاتو په وجه به نن او سبا په پنډۍ ښار کښې ټول حکومتي او غیر حکومتي ښوونځي چټي وي.