پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی
(last modified Tue, 08 Nov 2022 01:07:49 GMT )
Nov 08, 2022 05:37 Asia/Kabul
  • پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ګازو په سخت کمښت سره د ساړه ژمي تکراري خپسکې د پاکستان د ډیرو سیمو خلکو چې نن سبا د بې ساري سیلابونو له پایلو سره مخامخ دي اندیښنه دوه برابره کړي ده.

پاکستان په دوه سوه شل میلیونه نفوسو سره د انرژۍ د کمښت د کړکیچ تر ختمولو پورې سخته او اوږده لاره لري.

د پاکستان ائتلافي حکومت په روان ژمي کښې د انرژۍ په سخت کړکیچ باندې اعتراف کولو او د کورونو او د کارخانو د مصرفونکو لخوا له ګازو په سیسټاماټیک ډول استفادې باندې ټینګار سره پخوانی حکومت د انرژۍ د کړکیچ په کنټرولولو کښې او له خارجي هیوادونو  څخه د مایع ګازو په وخت باندې په اخیستلو کښې په سستۍ تورن کړی دی.

په خپل لویدیځ کښې د ګاونډي هیواد یعني د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ له سترو سرچینو څخه د پاکستان محرومول او د ایران د ګازو د نل لیکې تړون ته د پاکستان نه ژمنتیا هم یو بل ستر دلیل دی چې کارپيژاندي هغه په پاکستان کښې د صنعت د ځوړتیا او د انرژۍ د کړکیچ په سختیدا کښې اغیز شیندونکي ګڼي.

د پاکستان اقتصادي شناندي باوري دي د ایران د ګازو د نل لیکې بشپړیدا له پاکستان سره د انرژۍ په برخه کښې ډیره مرسته کولای شي چې انرژۍ ته د پاکستان زیات ضرورت پوره کړي او په دغه هیواد کښې د  ګازو سخت کمښت هم ختم کړي.

خو د ګازو دغه ستره پروژه اوس هم د پاکستان د نه جدیت په وجه له بندون سره مخامخ ده.

سعودي عربستان ،امریکا او متحده عربي امارات پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې له ایران څخه په ارزانه بیه  ګاز او انرژۍ واخلي چې دغه چاره د پاکستان د خلکو د مشکلاتو د ډیر زیاتیدا سبب شوي ده.

 

ټیګونه