تحریک طالبان پاکستان ډله خپل بریدونه له داخل څخه کوي
(last modified Sun, 18 Dec 2022 06:33:29 GMT )
Dec 18, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان پاکستان ډله خپل بریدونه له داخل څخه کوي

زمونږ خبریال وايي د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مشر نور ولي محسود دغه خبره رد کړي ده چې دغه ډله په کابل کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت ملاتړ لري او زیاته یې کړه چې دغه ډله په پاکستان کښې خپلې حملې د هیواد له سیمو څخه ترسره کوي.

 هغه وویل مونږ خپل جنګ د پاکستان د خاورې دننه ترسره کوو او د پاکستان خاوره استعمالوو.

د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مشر نور ولي محسود د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل مونږ مونږ د دې جوګه یوو په هغو وسلو او د ازادۍ په روحیې سره چې د پاکستان په خاوره کښې شته تر لسیزو لسیزو پورې جنګ وکړو.

هغه د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا ته د افغانستان د طالبانو لخوا مرسته پټه ساتې وویل کله چې مونږ د افغانستان د طالبانو د حکومت لخوا مرستې ته ضرورت  نلرو نو بیا کوم شی پټ ساتو.؟

له تیرو څو اونیو راهسې د افغانستان له خاورې د پاکستان په خاورې سرحدي بریدونه زیات شوي دي او اسلام اباد د طالبانو په حکومت ټینګار کړی دی چې د ورانکارو کسانو پرضد اقدام ترسره کړي.

پاکستان د افغانستان په طالبانو غږ کوي چې په خپل هیواد کښې د ترهګرو ډلو د دوباره نه منظم کیدا او په پاکستان د حملو لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارول کیدا په هکله خپلو ژمنو عمل وکړي.

امریکا هم د پاکستان په شان اندیښنه څرګنده کړي ده او ژمنه یې کړي ده چې واشنګټن به په افغانستان کښې د نړیوالو ترهګرو د بیا منظمیدا پرضد اقدام ترسره کړي.

که څه هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشر نور ولي محسود خبردار ورکړی که چیرې امریکا د دغه ډلې په مشرانو برید وکړي نو له امریکا څخه به غچ واخلي.

هغه وویل پاکستان د خپلو ګټو لپاره خپل دریځونه بدلويو او د اسلام اباد په حکومت یې تور ولګاوه چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د اوربند خلاف ورزۍ کوي او حکومت  زمونږ په لسګونو ملګري وژلي او په لسګونو نور یې نیولي دي.

تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې تیره میاشت له حکومت سره د اوربند موافقه ختمه کړه او له خپلو جنګیالیو یې وغوښتل چې په ټول هیواد کښې حملې پیل کړي.

دغه راز د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په تیرې جمعې ورځې په امریکا کښې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه د تحریک طالبان پاکستان او د نورو ترهګرو ډلو ترهګرۍ حملې به ونه زغمل شي او زیاته یې کړه اسلام اباد حق لري چې د دغو ډلو پرضد نیغ په نیغه اقدام ترسره کړي.

بلاول بوټو وویل چې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د هیلو او تمو په پوره کولو کښې ناکامه شوی دی.

 

ټیګونه