د پاکستان له سیلاب ځپلو سره نړیواله مرسته اعلان شوه
په جنیوا کښې له پاکستاني سیلاب ځپلو سره د مرستې په نړیوالې غونډې کښې د اسلامي پراختیا بانک او نړیوال بانک د اسلام آباد حکومت ته د ۶.۲ میلیارډ ډالریزې مرستې د ورکولو اعلان وکړ.
په جنیوا کښې له پاکستاني سیلاب ځپلو سره د مرستې په نړیوالې غونډې کښې د اسلامي پراختیا بانک او نړیوال بانک د اسلام آباد حکومت ته د ۶.۲ میلیارډ ډالریزې مرستې د ورکولو اعلان وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرون په جنیوا کښې د مرسته کونکو په نړیوالې غونډې کښې د تیر کال په اوړي کښې په دغه هیواد کښې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د اسلام آباد د ستونزو په بیانولو سره وویل: اسلام آباد د سیلاب ځپلو د حالت د ښه کولو لپاره له نړیوالو ټولنو د مرستو په شفاف استعمال ژمن دی.
په عین حال کښې نړیوال بانک وویل چې ۲ میلیارډه ډالر او د اسلامي پراختیا بانک هم ۴.۲ میلیارډه ډالر د سیلاب ځپلو د مرستې لپاره بیل کړې دي. چین به هم په پاکستان کښې د سیلاب له امله زیان لیدلو خلکو ته ۱۰۰ میلیون ډالر ورکړي.
د دغې غونډې په دوام کښې د ترکیې او سویټزرلینډ ولسمشرانو او د اروپايي اتحادیې مشر هم په آنلاین توګه خپلو پیغامونو کښې له پاکستان سره خواخوږي څرګنده کړه او ورسره یې د لازیاتو مرستو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.