اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان اقتصادي مذاکرات پیل شول
د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه د ایران او پاکستان خبرې اترې، د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو په ګډون په اسلام آباد کښې پیل شوې.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اقتصادي ډیپلماسۍ مرستیال «مهدی صفری» د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په چورلیز سره د ایران او پاکستان په مذاکراتو کښې د ګډون په موخه د یو اقتصادی او تجارتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته تلی دی.
په پاکستان کښې د ایران سفیر «رضا امیری مقدم» او د پاکستان د اقتصادي چارو د وزارت مرستیاله میرمن «ثمر احسان» هم د دواړو هیوادونو په اقتصادي مذاکراتو کښې شتون لري.
مهدي صفري د دغو مذاکراتو د پرانستې په غونډه کښې د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا د لارې په ستونزو باندې د برلاسي لپاره د دواړو هیوادونو د پياوړې ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې دوست او ورور هیواد پاکستان ته د ایران د لوړرتبه اقتصادي پلاوي د سفر اصلي موخه د دوه اړخیزو موافقو تعقیبونه او د ګډو ګټو په ترلاسه کولو کښې مرسته ده.