پاکستان کې د افغانانو ځورونه زیاته شوې
Aug 07, 2023 11:38 Asia/Kabul
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، په راولپنډۍ او اسلام آباد کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې پولیس د شپې پر مهال د دوی کورونو ته ورځي، تالاشي اخلي، سپکې سپورې ورته وايي او د قانوني اسنادو له لرلو سره سره یې تاڼو ته بیايي.
دوی ادعا کوي چې پولیسو ورته ویلي چې له رسنیو سره به خبرې نه کوي ګنې سخته سزا به ورکړي.
د پاکستان په دغو دوو ښارونو کې څو تنو افغانانو ویلي چې پولیس پر دې سربېره چې په افغانانو پسې کورونو ته ورځي، په لارو او کوڅو کې هم هر هغه څوک چې د افغان شک پرې وکړي، نیسي او د قانوني اسنادو پروا یې نه کوي.