Nov 08, 2023 05:10 Asia/Kabul
  • پاکستان غزې ته نوره د انسان دوستۍ مرستې هم ولیږلې

د پاکستان حکومت پرون هم  د غزې د مظلومو خلکو لپاره د انسان دوستۍ دوهمه ستره جوپه  مصر ته ولیږدوله .

 د پاکستان د خارجه وزارت اړونده مسئولانو  ددغه هیواد ملی  بحران مدیریّت دادارې  په ملګرتیا سره  پرون په یوې الوتکې کې  اتیا ټنه انسان دوستۍ مرستې د  اسلام اباد له هوائي ډګره د  مصر العریش سرحدي ښار ته ولیږلې . د فلسطین غزې ته د  انسان دوستۍ د مرستو د دوهمې  سترې جوپې د لیږد  په دستورو کې  چې د  اسلام اباد  په هوائي ډګر کې  جوړې شوې ،د پاکستان خارجه وزیر ، د بشری حقوقو  دچارو وزیر ، د خارجه وزوارت ویندویه  او همداراز په پاکستان کې د فلسطین سفیر هم پکې شتون درلود.

د پاکستان حکومت د فلسطین  له  مظلوم ملت سره  دپیوستون په اعلانولو سره وئیلي دي چې مونږ  په هرو سختو شرائطو او  موقعو کې په فلسطین او غزې کې له خپلو خوئيندو وروڼو  ترڅنګ ولاړ یوو. تیره میاشت هم دپاکستان حکومت په سل ټنیزو مرستو بار یوه الوتکه  دغزې مظلومو خلکو ته لیږدولې ده.  داپه داسې حالې کې دي چې په غزې تړانګې د  وحشي صهیونیسټي رژيم  د بې آمانه بمباریود پیلیدا له وخت راهسې  د پاکستان په زیاترو  ښارونو  کې د فلسطین او غزې د مظلومو خلکو په  ملاتړ کې ولولناکې مظاهرې شوي  او له حکومته غوښتل شوي دي چې غزې ته دې ددوي دتلو سریزې برابرې کړي څو د خپلو فلسطینیو وروڼو ترڅنګ د وحشیي صهیونسټانو په ضد وجنګیږي.

 

ټیګونه