د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د نهايي او د فاینل نتیجو اعلانیدل :-
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146120-د_پاکستان_د_پارلماني_انتخاباتو_د_نهايي_او_د_فاینل_نتیجو_اعلانیدل
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د هیواد د پارلمان د انتخاباتو فاینل نتیجې اعلان کړې او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته اړونده خپلواکه کاندیدانو یوسل یو(۱۰۱) څوکۍ ګټلي دي.
(last modified 2024-02-12T23:32:34+00:00 )
Feb 13, 2024 03:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د نهايي او د فاینل  نتیجو اعلانیدل :-

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د هیواد د پارلمان د انتخاباتو فاینل نتیجې اعلان کړې او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته اړونده خپلواکه کاندیدانو یوسل یو(۱۰۱) څوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان د پارلمان په انتخاباتو کښې چې د فرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه وشول د مسلم لیګ نوازشریف څانګې پینځه اویا(۷۵) او پیپلز ګوند هم څلور پنځوس (۵۴)د ملي پارلمان یعني نیشنل اسمبلۍ څوکۍ ګتلي دي.

دا د پاکستان په سیاسي تاریخ کښې لومړی ځل دی چې خپلواکه کاندیدانو چې اکثره یې د عمران خان تر ملاتړ لاندی دي د پارلمان زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

سره له دې د پاکستان په دریو سترو ګوندونو  مسلم لیګ نواز شریف څانګې ، پیپلز ګوند او تحریک انصاف ګوند کښې هیڅ یو  ګوند د حکومت د جوړولو لپاره له دوه سوه شپږشپیتو څوکیو څخه د نیمايي څوکیو په ګټلو   بریالی نه دی شوی  او پر دې اساس د پاکستان راتلونکی حکومت به ائتلافي وي.

د پاکستان د انتخاباتو د قانون پراساس که چیرې کوم سیاسي ګوند د نیمايي رایو په ګټلو بریالی نشي بریالی ګوند یا هغه سیاسي ګوند چې د پارلمان زیاتې څوکۍ یې ګتلي وي باید ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د هغو محدودیتونو په دلیل چې د پارلمان په انتخاباتو کښې د تحریک انصاف لپاره رامینځته کړې شول د دغه ګوند کاندیدانو د خپلواکه نوماندانو  په توګه په انتخاباتو کښې ګډون وکړ.

خو دا خبره چې په پارلمان کښې خپلواکه کاندیدان هماغه راز تحریک انصاف ته وفاداره پاتې شي داسې موضوع ده چې په پارلمان کښې به د ګوندونو وزن او  موقعیت نندرې ته وړاندې کړي.

که چیرې د پاکستان په انتخاباتو کښې بریالي خپلواکه کاندیدان هماغه راز تحریک انصاف ته وفاداره پاتې شي دغه ګوند له نورو سیاسي ګوندونو سره د خبرو په ترڅ کښې ائتلافي حکومت جوړولای شي.

د نړیوالو مسائیلو کارپیژاند «عباس خټک» په دې هکله وايي تحریک انصاف ته اړونده خپلواکه کاندیدانو ته د پاکستان د خلکو رایې ورکول له بې وزلۍ سره د مقابلې او په بهرني سیاست کښې د خپلواکۍ په هکله د تحریک انصاف د شعارونو د منلو بیانونکي دي.

په دې سربیره په انتخاباتو کښې تحریک انصاف ګوند ته د اړونده خپلواکه کاندیدانو لخوا د پیپلز ګوند او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې شاته کول د پاکستان په سیاسي بدلونونو کښې ژور بدلون ګڼل کیږي.

په داسې حال کښې چې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشر محمد نوازشریف د لومړي وزارت د ترلاسه کولو لپاره هراړخیزه هڅې پیل کړي دي  او حتی ویل کیږي چې له پیپلز ګوند سره د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره موافقې ته رسیدلی دی د انتخاباتو نتیجې د محمد نوازشریف ټول معادلات او ارزوګانې په کامل ډول ګډوډولی شي او په عین حال کښې د پاکستان د سیاسي راتلونکي د شرایطو په ټاکلو کښې د پوځ رول ډیر مهم دی.

دا په دې معنا دي چې د پاکستان په سیاسي ډګر کښې د تحریک انصاف ګوند او هغه ته د اړونده خپلواکه کاندیدانو د لوبې کولو څرنګوالی احتمالا د پوځ ملګرتیا کولو ته ضرورت لري.

که چیرې دغه ملګرتیا په ښه ډول ترسره نشي دغه احتمال شته چې د پاکستان راتلونکی سیاسي حالت له ډیرو پیچلتیاو سره مخامخ شي.

ځکه چې په پاکستان کښې ځینې ټولنې باوري دي د پوځ انتخاب د مسلم لیګ نوازشریف څانګه او احتمالا د محمد نوازشریف لومړی وزارت دی.

په عین حال کښې د لومړي وزارت په وخت کښې له عمران خان څخه د پوځ د ملاتړ ختمیدل سبب شول چې پارلمان په نه باور رایې ورکولو سره هغه له واک څخه څنګ ته کړي او عمران خان اوس هم په زندان کښې دی.

پر دې اساس تحریک انصاف ګوند به د پوځ د ملاتړ له ترلاسه کولو پرته د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره سخته او ستونزمنه لاره مخ ته ولري.

دا په دې معنا دي چې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې او د تحریک انصاف په شمول د سیاسي ګوندونو د واکمنۍ تجربه ښودنه کوي د پارلمان په انتخاباتو کښې د بریالیتوب ترلاسه کول ضروري شرط دی خو په پاکستان کښې د ښه حکومت کولو لپاره کافي نه دی.