Mar 22, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې اسلام اباد له ګاونډي هیواد افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي او زیاته یې کړه چې له زور څخه کار اخیستل اخري انتخاب دی او مونږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو.

د پاکستان دفاع وزیر دغه خبرې په داسې حال کښې کړي دي چې د مارچ په اتلسمه نیټه  د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د حافظ ګل بهادر ترهګرې ډلې په غړیو باندې بمباري کړي وې چې له کبله یې اته کسان وژل شوي وو.

خواجه اصف د پاکستان د هوايي حملو په اړه وویل د یوه پیغام ورکول ضروري وو او هغه دا چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ترهګرۍ بیخي زیاته شوي ده.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف زیاته کړه اسلام اباد غوښتل چې په کابل کښې  د افغانستان طالبانو ته دغه پیغام ورسوي چې مونږ ترهګرۍ نشو زغملی.

هغه وویل پاکستان هغه دهلیز چې له هندوستان سره د تجارت لپاره یې افغانستان ته ورکړی دی بندولای شي.

خواجه اصف وویل که چیرې افغانستان پاکستان خپل دښمن ګڼي نو اسلام اباد بیا ولې افغانستان  ته د تجارتي کوریډور اسانتیا ورکړي.؟

دغه راز د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم پرون په اونیز خبري کانفرنس کښې په افغانستان کښې د ترهګرو پرضد د اسلام اباد د هوايي بریدونو په هکله وویل پاکستان دغه بریدونه د افغانستان د حکومت یا د کومو ادارو یا خلکو پرضد نه بلکې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او د هغوې د مرکزونو پرضد کړي دي.

هغې وویل دا یو حقیقت دی چې ترهګر په تیره بیا تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې مرکزونه لري او دا خبره یوازې پاکستان نه کوي بلکې د ملګروملتونو په شمول نړیوالو څارونکو هم دغه خبره تائید کړي ده.

 

ټیګونه