د پاکستان چارواکو له یوبل سره شخړه کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی پرون د پاکستان په تورخم سرحد کښې له خپلو سرحدي ملیشا ځواکونو سره په شخړه کښې د پاکستان د فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای(FIA) شپږ غړي ژوبل شوي دي.
له دغه پیښې وروسته د پاکستان د ایف ايي ای استخباراتي ادارې غړیو په خپلو کارونو کښې د سرحدي فرنټیر کور د ځواکونو د لاسوهنې او د دوې په غړیو باندې د حملې پرضد اعتراض کښې د خپلو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړه چې له کبله یې تر څلورو ساعتونو پورې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ سرحد بند شو.
د پاکستان فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای او د حکومتي ملیشا ځواک فرنټیر کور په تورخم سیمه کښې د رامینځته شوي پیښې په هکله متضاد راپورونه ورکړي دي او دواړو یوبل په ناوړه اقداماتو او په حکومتي دندو کښې په بې ځایه لاسوهنو تورن کړي دي.
د پاکستان د فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای عملې چې یو ژوبل غړی هم پکښې شامل دی د فرنټیر کور سرحدي ملیشا ځواکونه تورن کړل چې دوې په مونږ باندې دباو راولي چې د قانوني چارو له ترسره کولو پرته د افغانستان ښاریزو ته اجازه ورکړو چې پاکستان ته ورشي.
هغوې وویل چې د پاکستان د فرنټیر کور ملیشا ځواکونو لومړی د فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای افسر وواهه کوم چې د افغانستان د ښاریزو ته پاکستان ته د اوړیدا اجازه ورنکړه او وروسته بیا د فرنټیر کور ملیشا ځواکونو غړي چې ټوپکې او کوتک ورسره و د ایف ايي ای دفتر ته ورننوتل او هلته یې د عملې کسان ووهل او شپږ یې ژوبل کړل.
بلې خوا د پاکستان د فرنټیر کور ملیشا ځواکونو په یوې بیانیې کښې د فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای په عملې تور ولګاوه چې له رشوت اخیستلو وروسته له اسنادو پرته د افغانستان ښاریزو ته پاکستان ته د ورتلو اجازه ورکوي.