Mar 27, 2024 13:16 Asia/Kabul
  • د ایران د ګازو پروژه د پاکستان اړتیا ده

د پاکستان د پټرولیم وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ګازو انتقال ته اړتیا لري.

د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق ملک د پاکستان له جیو نیوز چینل سره په مرکه کې، د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې د مسئلې په اړه زیاته کړه، اسلام آباد په صادقانه توګه د دغې پروژې د پرمختګ غوښتونکی دی او د ایران حکومت ته یې هم په رسمي توګه د دې موضوع اعلان کړی دی.

مصدق ملک د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو د ګډې پروژې د عملي کولو په لاره کې، د امریکا د خنډ جوړولو په غبرګون کې وویل: له هغه ځایه چې عراق، ترکیه او یا د اذربایجان جمهوریت، د بندیزونو له معافیت څخه ګټه پورته کوي، نو پاکستان هم باید وکولای شي، له دغه امتیاز څخه د ایران د ګازو د پایپ لاین د عملي کولو لپاره ګټه پورته کړي.

د دغه خبر له مخې، د امريکې حکومت د تهران او اسلام آباد ترمنځ د همکارۍ په لاره کې د خنډ جوړولو په دوام سره اعلان وکړ، چې واشنګټن د ايران او پاکستان ترمنځ د ګازو د انتقال د نل ليکې له جوړولو ملاتړ نه کوي.

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، تېره اونۍ په اسلام آباد کې په خپل اونیزه خبري کنفرانس کې وویل: پاکستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزې موافقې له مخې، د ګازو د ګډې پروژې اجرا ته ژمن دی .

ټیګونه