کویټه کې اورګاډي سټیشن کې چاودنې ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154078-کویټه_کې_اورګاډي_سټیشن_کې_چاودنې_۷۲_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
د پاکستان د بلوچستان ایالات په کویټې ښار کې نن سهار د اورګاډې سټیشن کې د چاودنې له امله ۲۶ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.
(last modified 2024-11-09T08:37:28+00:00 )
Nov 09, 2024 13:04 Asia/Kabul
  • کویټه کې اورګاډي سټیشن کې چاودنې ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د بلوچستان ایالات په کویټې ښار کې نن سهار د اورګاډې سټیشن کې د چاودنې له امله ۲۶ تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.

د یاد هېواد رسنیو د سیمه ییزو مسؤلینو له له قوله لیکلي: چاودنه د ځانمرګي بریدګر په وسیله اټکل شوې او په قربانیانو کې ماشومان او میرمنې چې د اورګاډي ټیکټونو اخیستو لپاره ولاړو، هم شامل دي.

تر اوسه د دغه پېښې د رامنځته کېدو دقیق نوعیت ندی معلوم او دغه راز یې مسؤلیت هم کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.