پاکستان اسناد لرونکي افغان کډوال هم ایستلي دي
د ملګروملتو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له پلازمینې د هغو افغانانو په ګډون چې د یو این ایچ سي آر اسناد یې لرل، ګڼ شمېر افغانان ایستلي دي.
د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې، د اسلاماباد چارواکو ۲۸۵ افغان کډوال له پاکستانه ایستلي دي.
د دې ادارې د پاکستان استازې فیلیپا کندلر پرون وویل چې په ایستل شویو کسانو کې ۸۰ تنو داسي اسناد هم لرل چې دوی ورکړي وو.
که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له خوا ورکړل شوي لومړني اسناد افغانانو ته قانوني خوندیتوب نه ورکوي، خو دا ښيي چې اداره د دوی د کډوالۍ د وضعیت د ټاکلو په حال کې ده، یا دا چې یو څوک د بیا مېشتېدو د بهیر په لومړیو پړاوونو کې دی.
کندلر وویل چې په تېرو وختونو کې پاکستاني چارواکو معمولاً د هغو کسانو له ایستلو ډډه کوله چې د دوی د ادارې (یو این ایچ سي آر) له خوا ورکړل شوي اسناد یې لرل.
کنډلر زیاته کړه: «موږ په عمومي ډول کولای شو چې هغه افغانان خوشې کړو چې زموږ اسناد ورسره وي.»
پاکستان د ۲۰۲۳ له اکتوبر څخه د افغانانو د ایستلو او ځورولو بهیر پیل کړی دی.