د هندهوایی ځواک له پاکستان سره په جنګ کې څرنګه ماته وخوړه ؟
د ۲۰۲۵ کال د می د ۷مې په لومړیو ساعتونو کې، د هند هوايي ځواک خپلې لسګونه جنګي الوتکې د ناڅاپي عملیاتو د ترسره کولو او د هغو ترهګرو ډلو د ادعا شوي مرکزونو د برید په هدف والوزولې چې د هندي سیلانیانو د وژنې مسؤلې یی بللي دي . هنديانو د خپلو عملیاتو نوم "سندور" غوره کړی و.
د پاکستان پوځ، چې څو ورځې وړاندې د خپلو استخباراتي او جاسوسي سیسټمونو په مرسته د هند د احتمالي برید پلان په اړه خبر شوی و، د جګړې په لومړۍ شپه په بشپړ ډول چمتو و، او د هیواد د ځمکنې لومړني خبرتیا راډار سیسټم او د هوايي ځواک اواکس الوتکو په چټکۍ سره د هندي جنګي الوتکو د الوتنې بڼه کشف کړه او د پاکستاني مداخلې جنګي الوتکو ته یې امر ورکړ چې له هندي بریدګرو ځواکونو سره مقابله وکړي.
د پاکستاني سرچینو په وینا، د ۲۰۲۵ کال د می د ۷مې په شپه د هند او پاکستان د هوايي ځواکونو ترمنځ هوايي جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ماډرن پړاو کې تر ټولو لویه هوايي جګړه وه، چې په کې د دواړو خواوو له ۱۲۵ زیاتو جنګي جټ الوتکو برخه اخیستې وه، او په دې جګړه کې د ۱۶۰ کیلومترو په واټن کې د توغندیو ډزې هم ثبت شوې وې.
د پاکستان د پوځ د رسمي راپور له مخې، د هند هوايي ځواک خپلې ۵۴ جنګي الوتکې په اتو ډلو کې د پاکستان پولو ته ولیږلي. له دغو الو تکو ۳۲ یې له هوا څخه ځمکې ته د اوږد واټن توغندي لیږدول او ۲۲ یې د ساتونکي رول لوبوه .
د هندي ساتونکو جنګي الوتکو تر منځ ۱۴ ماډرن فرانسوي رافیل جنګي الوتکې چې د دغه هیواد غوره جنګي الوتکې دي، د "ګوډزیلا" کوډ په نوم سره د کشمیر په لوړه د جګړې سیمې ته ننوتلې وې.
د هند د هوايي ځواک ټول حرکتونه د سویډني اواکس سب الوتکې AWACS Sub-2000) ) لخوا څارل کېدل چې د پاکستان د هوايي ځواک لخوا اداره کېده؛ د پاکستان AWACS الوتکه له سرحدي سیمې ۳۰۰ کیلومتره په واټن کې الوتنه کوله. ۳۲ پاکستاني جنګي الوتکې J-10 او JF-17 چې د چین جوړې دي هم پکې شاملې وې ، د احتمالي نښتې لپاره پولې ته نږدې له هوايي اډو الوتنه کوي.
وروسته له هغه چې هندي جنګي جټ الوتکو په پاکستان کې په هدفونو سکالپ او براهموس توغندي وتوغول، د پاکستان د هوايي ځواک عملیاتي قوماندان پاکستاني جنګي جټ الوتکو ته د ځواب ورکولو امر ورکړ .
د پاکستان جنګي جټ الوتکو د چین جوړ شوي PL-15 اوږد واټنه هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندیو په ویشتلو سره د هند ۶ الوتکې، چې ۵ جنګي الوتکې او یوه ډرون هم پکې شامله وه، رانسکورې کړې.
پاکستانیانو ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې د هند د هوايي ځواک درې رافیل جیټ الوتکې، یوه سوخوی سو-۳۰، او یوه میګ-۲۹ الوتکې ویشتل شوې دي، او هیڅ پاکستاني الوتکه نه ده زیانمنه شوی .
خود هغو انځورونو پر بنسټ چې د کارپوهانو لخوا خپاره شوي او تحلیل شوي، د هند له غورځول شویو جنګي الوتکو یوه میراج ۲۰۰۰ وه، او په حقیقت کې، په دې جګړه کې دوه هندي رافیل الوتکې ویشتل شوی دي .
د دې هوايي شخړې په اړه مهمه خبره دا ده چې د دې ځواک د لوړ پوړي قوماندان په وینا، د پاکستان جنګي الوتکې له پولې ۱۰۰ کیلومتره لیرې وې او د دښمن هندي الوتکو سره یې د لید له حد ه لیرې واټن څخه نښته وکړه.
هندي سرچینو له رویټرز سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې لږترلږه د دوی درې جنګي الوتکې ویشتل شوې دي. د می د ۷مې د شپې په هوايي جګړه کې تر ټولو لویه ماتې د فرانسوي شرکت داسو وه، چې له کلونو راهیسې یې د خپلو ماډرن رافیل جنګي الوتکو لپاره د پیرودونکو د راجلبولو لپاره په پراخه کچه تبلیغات کول. خو، وروسته له هغه چې له دغو دوو جنګي الوتکو د پاکستان د هوايي ځواک د چینایي جنګي الوتکو لخوا په کشمیر کې وویشتل شوې ، په نړیوال ونډو بازار کې د داسو شرکت د ونډو ارزښت کې کمښت راغې .
د پاکستاني سرچینو په وینا، یوازې ۶ هندي کروز توغندي د پاکستاني پوځ له دفاعي خنډونو له تیریدو وروسته خپل هدفونه په نښه کړي دي.