د هند او پاکستان ترمنځ اوربند وغځول شو
May 16, 2025 14:36 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د هند او پاکستان ترمنځ اوربند د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د درېیمې اړیکې وروسته د جمعې په ورځ یو ځل بیا وغځول شو.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د سنا د غونډې په ترڅ کې وویل چې د پاکستان او هند د پوځي عملیاتو مدیرانو (DGMOs) موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند به د مې تر ۱۸مې (یکشنبې) پورې دوام وکړي.
اسحاق ډار ټینګار وکړ چې پاکستان هېڅکله په سیمه کې د هېڅ هېواد برتري نه مني او یوازې د برابرۍ پر بنسټ به د ستونزو د حل لپاره هر ډول خبرې اترې او ډیالوګ ترسره کړي.
ټیګونه