د ټرمپ د پلان په اړه د حماس ځواب ته د پاکستان غبرګون:
په غزه کې دې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه بند شي
پارس ټوډې - په غزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلان په اړه د حماس غورځنګ د ځواب په غبرګون کښې د پاکستان حکومت، د فلسطینیانو د آرمان په هکله د خپل اصولي ملاتړ په ټینګار سره، د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې په غزه کې د اوربند په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په اړه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د ځواب هرکلی کوي.
په دې بیانیه کښې همداشان لولو: د سمدستي اوربند د تامینولو، په غزه کښې د بیګناه فلسطینیانو د وینې بهونې د بندولو، د اسرائیلي او فلسطیني اسیرانو د آزادۍ، غزې ته بې له خنډه د انساني مرستو د تضمین او د پایدارې صلحې په لور د یو معتبر سیاسي بهیر لپاره د لارې هوارولو په موخه یو مهم فرصت دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم دې خپلې حملې سمدستي ودروي.