پاکستان د خپواکه فلسطیني هیواد له جوړولو بې قیدوشرطه ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165642-پاکستان_د_خپواکه_فلسطیني_هیواد_له_جوړولو_بې_قیدوشرطه_ملاتړ_کوي
د پاکستان د پوځ د قومندانانو ګډه غونډه پرون د مشر قومندان مارشل عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوه.
(last modified 2025-10-08T23:21:47+00:00 )
Oct 09, 2025 03:49 Asia/Kabul
  • پاکستان د خپواکه فلسطیني هیواد له جوړولو بې قیدوشرطه ملاتړ کوي

د پاکستان د پوځ د قومندانانو ګډه غونډه پرون د مشر قومندان مارشل عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوه.

د پاکستان د پوځ قومندانانو په غزې تړانګه کښې زر د اوربند او دغې سیمې ته د انساني مرستو د لیږلو په هکله د هیلې په څرګندولو سره ټینګار وکړ: پاکستان به د خپلواکه فلسطیني هیواد له جوړیدو خپل بې قیدوشرطه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د پوځ د قومندانانو ګډه غونډه پرون د مشر قومندان مارشل عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوه.

هغوي د کورنیو امنیتي بدلونونو او بهرنیو ګواښونو په جاجولو سره، د تیریو په وړاندې د دفاع په پیاوړې کولو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پوځي او تخنیکي توانمنیو په زیاتیدو باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ قومندانانو همداشان د کشمیر د مسلمانانو له مقاومته د ملاتړ په ترڅ کښې، د فلسطین له آرمانونو په ملاتړ کښې د پاکستان په اصولي دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: مونږ د قدس په پلازمینه توب له ۱۹۶۷ کال نه د مخکښې سرحدونو مطابق د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدو په چورلیزتوب سره د دوه حکومتي حل لارې ملاتړ کوو.