سویلي افریقا کې د وسلهوالو په ډزو ۴ پاکستانیان وژل شوي
Jul 27, 2026 16:27 Asia/Kabul
د سویلي افریقا د ګوتنګ ایالت اړوند د سیبینزا (Sebenza) په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو څلور پاکستانیان وژل شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د شنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې څلور واړه کسان له خپلې دندې وروسته کور ته روان وو.
وسلهوالو، چې په موټر کې سپاره وو، د ترافیکي څراغ (سګنال) پر مهال له دواړو لورو پر هغوی ډزې وکړې، چې له امله یې ټول څلور کسان ځای پر ځای ووژل شول.
پولیسو د پېښې له ځایه د ۹ مليمتري تومانچې ګڼې مرمۍ او خولۍ راټولې کړې دي. امنیتي چارواکي وایي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا برید ښايي هدفي وژنه وي، خو د پېښې د اصلي لامل او بریدګرو د پېژندنې لپاره پلټنې روانې دي.
ټیګونه