پاکستان د الجزیرې په ګډون پر نړیوالو رسنیو ولې محدودیت لګولی؟
زمونږ خبریال وايي پاکستانیو چارواکو هلته د نړیوالو رسنیو پر خبر جوړونې نوي بندیزونه لګولي دي چې له امله یې د خبریالانو بنسټونو سختې نیوکې پارولې دي. د حکومت د نوو "سپارښتنو" له مخې، د پاکستانیو په ګډون هر خبریال چې له دې وروسته له اسلام اباد، کراچۍ او لاهور پرته کومې بلې سیمې څخه رپوټ ورکوي، باید مخکې له مخکې یې اجازه ترلاسه کړي.
د دې معنا دا ده چې اوس به د ډېریو نړیوالو رسنیو خبري پوښښ په دې پورې تړلی وي چې چارواکي کله او څه وخت هغوی ته د خبر جوړونې اجازه ورکوي.
پاکستان اوسمهال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۵۳ ځای لري.
سیاستوال او مبصر مصطفی نواز کوکر د نوو بندیزونو په اړه وايي: "وار د مخه محدود شوي چاپېریال کې دا نوې سپارښتنې د نړیوالو رسنیو د مرۍ خپه کولو په څېر دي."
پر رسنیو محدودیتونه کومه نوې خبره نه ده خو ډېر کله په داسې حالاتو کې تر نړیوالو رسنیو د هلته شته کورنۍ رسنۍ ډېرې له فشار سره مخامخ وي.
ښاغلی کوکر وايي، "د خپلواکو او بېپرې خبرونو ترلاسه کولو لپاره د عامو خلکو سترګې نړیوالو رسنیو ته وي. په دې ډول بندیزونو سره د غلطو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرولو ته لا ډېره لار هوارېږي".
د پاکستان حکومت څه وايي؟
د پاکستان حکومت وايي چې د تېرې یکشنبې په ورځ خپرې شوې "لارښوونې" پر رسنیو د محدودیت لپاره نه دي. بلکې په وینا یې، دا د دې لپاره یوه "اداري تګلاره" ده چې د رسنیو تصدیق وشي او معلوماتو ته په لاسرسي او ورته د اړین ملاتړ په برابرولو کې مرسته وشي.
دغو نوو مقرراتو ته د "۲۰۲۶ کال، بهرنیو رسنیو ته د اسانچارۍ لارښوونې" نوم ورکړل شوی او دا نه ده پکې سپينه شوې چې یوې رسنۍ ته به د خبري پوښښ لپاره د اجازې ورکړه څومره وخت نیسي. دغه اجازهلیک ته په پاکستان کې د عدم اعتراض اجازهلیک یا (اېناوسي) وايي.
"په ۴۰ کلونو کې مې داسې بندیزونه نه وو لیدلي"
په پاکستان کې د انګرېزۍ ورځپاڼې (ډان) مدیر ظفر عباس وايي چې، "دا بندیزونه د خندا وړ دي او هېڅکله د منلو نه دي".
د ده په وینا، "له ۴۰ کلونو ډېره موده کېږي چې زه په دغه هېواد کې خبریالي کوم او د دوو پوځي ولسمشرانو او د څو استبدادي رژيمونو پرمهال مې هم خبریالي کړې ده خو هېڅکله مې د اوس غوندې بندیزونه نه وو لیدلي".
ښاغلی عباس زیاتوي، "دا د خبریالانو د ازاد تګراتګ ترڅنګ خپلواکې خبریالۍ ته هم تاوان رسوي چې له دوی غوښتل کېږي چې له درو لویو ښارونو بهر د کاري سفر لپاره د اېناوسي اخیستلو ته مجبور دي".
خو حکومت بیا وايي چې دا د خلکو پر تګراتګ بشپړ یا عمومي بندیز نه دی.
د پاکستان حکومت له لوري په دې نوو محدودیتونو کې دا ګواښ هم شوی چې که د کوم خبریال خبري پوښښ "د پاکستان ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت او یا د عامه نظم پر ضد" وګڼل شي نو اجازهلیک یې لغوه کېدای شي.