د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په ټولو صوبو کښې پرلتۍ وهي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان جماعت اسلامي ګوند فیصله کړې ده د پیټرولو د بیو او د انفلاسیون د زیاتیدا پرضد خپل کمپاین سخت کړي او د اګست د میاشتې په شپاړسمه نیټه یې د څلورو صوبو په مرکزونو کښې د پرلتې وهل اعلان کړل چې په حکومت باندې دباو راولي چې د پیټرولو د بیو زیاتولو فیصله بیرته واخلي.
دغه فیصله پرون د لاهور په منصوره کښې د جماعت اسلامي ګوند د مشر حافظ نعیم الرحمان تر مشرۍ لاندې د دغه ګوند د مرکزي او د صوبايي چارواکو په یوې ځانګړي غونډې کښې له زیاتو بحثونو وروسته وشوه.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وویل د دغه ګوند پرلتې وهل به په لاهور کښې د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې د دفتر مخ ته، په خیبر پښتونخواه، سیند او بلوچستان صوبو کښې د ګورنر هاوس مخ ته وشي.
هغه وویل د پاکستان خلکو د پیټرولو د بیو زیاتیدل رد کړي او ولس غواړي چې د پیټرولو د هر لیټر بیه دوه ویشت روپۍ کمې شي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وویل د اسلامي هیوادونو ترمینځ نږدې ملګرتیا د یوه پیاوړي بلاک د جوړیدا او په خارجي قدرتونو باندې باندې د پاکستان او د اسلامي نړۍ انحصار کمولای شي.
په دې سربیره هغه د ایران، د قطر، د بنګلادیش، د مالیزیا او د انډونیزیا په شمول د دفاعي ملګرتیا د زیاتولو وړاندیز وکړ او ویې ویل سوکه سوکه هڅې باید وشي چې ټول اسلامي هیوادونه په یوه چوکاټ کښې راغونډ کړې شي.