د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د قدس د ورځې جلوسونه ووتل
د پاکستان په مختلفو ښارونو د قدس د نړیوالې ورځې جلوسونه په شانداره توګه ترسره شول.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د اسلام آباد، کوئټه، کراچۍ،لاهور او پېښور په شمول د پاکستان د مختلفو ښارونو په لاریونونو کښې ګډون کوونکو د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ سره د فلسطین په نیواکی زمکو کښې د صهیونېسټ غاصب رژیم جنایتونه وغندل او مرده باد امریکا او مرده باد اسرائیل نعرې یې ووهلې.
د وړومبی ځل لپاره د پاکستان شیعه علماء کونسل او مجلس وحدت مسلمین د قدس د نړیوالې ورځې جلوسونه له سنیانو وروڼو سره په یوځاے ترسره کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک په اسلام آباد کښې د قدس د ورځې په لاریون کښې په ګډون سره وویل اسلامی هېوادونه پکار دی له نیواکی زمکو څخه د صهیونېسټانو د بهر شړلو او نابودولو لپاره په خپلو کښې سره یو موټے شی.
رحمان ملک زیاته کړه پاکستان به هیڅکله اسرائیل او صهیونېسټان په رسمیت ونه پېژنی او د قدس شریف تر ازادۍ پورې به د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ ته دوام ورکړی.
هغه وویل، مسلمانانو په خلاف د امریکې، اسرائیلو او آل سعود جنایتونه بایدختم شی