دامریکا پلاوی دپاکستان دپوځ ستاینه وکړه
-
دامریکا پلاوي دپاکستان دپوځ له مشر سره دافغانستان په شمول دسیمې دحالاتو په اړه خبرې وکړې .
زمونږخبریال وایی دامریکا یوه(۱) پلاوی دپاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنې کښې دترهګرۍ پرضد د پاکستان دپوځ دقربانیانو ستاینه کړی ده .
دامریکا په دغه پلاوی کښې چې دپاکستان دپوځ له مشر سره یې کتنه او خبرې کړی دی د خارجه وزیر مرستیاله لیزا کراټس ، ایلس ویلز او په اسلام اباد کښې دامریکا سفیر ډیویډ هیل شامل وو .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم دامریکا له پلاوی سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد له مشکلاتو سره سره ډیر کار کړی دی او اسلام اباد اوس هم په سیمه کښې د امنیت د راوستلو اراده لری .
هغه دامریکا پلاوی په سیمه کښې د امنیت او دثبات په اړه د پاکستان له اندیښنو خبر کړ .
دامریکا پلاوی هم دپاکستان دپوځ مشر دجنوبی اسیا او دافغانستان په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ له نوی ستراتیژۍ خبر کړ .
دامریکا پلاوی دپاکستان دپوځ له مشر سره دافغانستان په شمول دسیمې دحالاتو په اړه خبرې وکړې .