نواز شریف دې ونیوی شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58406-نواز_شریف_دې_ونیوی_شي
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر د دغه هیواد د تیر وزیراعظم نواز شریف د نیولو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2017 16:30 Asia/Kabul
  • نواز شریف دې ونیوی شي

د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر د دغه هیواد د تیر وزیراعظم نواز شریف د نیولو غوښتونکی شو.

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر او د دغه هیواد پخواني ولسمشر آصف علي زرداري وویل: نواز شریف په مالي فساد کښې لاس لري او په دې لړ کښې پر ځان د لګیدلو تورونو د ردولو لپاره یې د پاکستان په پارلیمان او ستره محکمه کښې دروغ ویلي دي نو ځکه باید زنداني کړی شي.

هغه زیاته کړه چې د نواز شریف ټوله کورنۍ هم باید ونیوله شي ځکه چې هغوي ټول په مالي فساد کښې لاس لرلی او دا خبره د پاکستان خلکو ته ثابته شوې ده.

د پاکستان د سترې محکمې د حکم له مخې نواز شریف او اولادونه یې په مالي فساد کښې د لاس لرلو په تور مجرم پيژندل شوي دي.