د اسلام آباد او واشنګټن ټرینګلی اړیکی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59051-د_اسلام_آباد_او_واشنګټن_ټرینګلی_اړیکی
په پاکستان کی د امریکی سفیر، د اسلام آباد او واشنګټن اړیکی بحرانی او ترینګلی وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • د اسلام آباد او واشنګټن ټرینګلی اړیکی

په پاکستان کی د امریکی سفیر، د اسلام آباد او واشنګټن اړیکی بحرانی او ترینګلی وبللې.

 

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، په اسلام آباد کی د امریکی سفیر«ډیویډ هیل» خبردارئ ورکړ: که پاکستان د ترهه ګرو ډلو د ځپلو لپاره، د دغه هیواد په خاوره کی اقدام ونه کړی، واشنګټن به د یاد هیواد په وړاندی پخپل سیاست بیا کتنه وکړی.

په اسلام آباد کی د امریکی سفیر؛ یو ځل بیا وویل: د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان حمله باید بنده شی.

د دغه امریکایی ډیپلماټ څرګندونی پداسی حال کی دی، چی واشنګټن د افغانستان په جګړه کی ماته خوړلې ده، او له وسله والو مخالفو ډلو سره د مقابلې، او پدی هیواد کی د امنیت او سولې د ټینګولو توان نه لری.

د اسلام آباد او واشنګټن اړیکی؛ پسله هغه ترینګلی شوې، چی د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د تیر اګسټ میاشتی په ۲۱ نیټه، د افغانستان په هکله خپله نوې ستراتژې اعلان کړه. د افغانستان او پاکستان په باره کی د امریکی په نوې ستراتژۍ کی د امریکی ؤلس مشر، پاکستان د ټروریزم ملاتړ وباله. خو پاکستانی مقامونو د ټرمپ دغه ستراتژې غندله.