دپاکستان دپولیسو لوړرتبه افسر ووژل شو
-
دپاکستان بلوچستان صوبه دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې نن سهار د پولیسو دګزمې په لاره کښې په ځان وژونکی حملې کښې دپولیسو د لوړرتبه افسر ایس ایس پی(SSP) موټر ټرانسپورت د مسول حامد شکیلدراني په شمول درې(۳) کسان ووژل شول او اته (۸)نور سخت ژوبل شول چې دوه پکښې مرګی حاله دی اوژوبل کسان روغتون ته وړل شوی دی .
ویل کیږی دغه ځان وژونکی حمله د بلوچستان صوبې دمرکز کویټه ښار چمن هاوسینګ سکیم ته نږدې په ایرپورټ روډ کښې د حامد شکیل درانی ګاډی ته نږدې شوی ده .
دپاکستان دبلوچستان ګورنر محمد خان اچکزی او اعلی وزیر ثنا الله زهری دغه ترهګره بم چاودنه په ککله غندلی ده .
دپاکستان بلوچستان صوبه دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی .
دبلوچستان صوبې په ډیره بګټی کښې په جوری سیمه کښې هم نن په یوې ریموټ کنټرول بم چاودنې کښې چې دیوه قبایلی مشر په کروندو کښې شوی ده یو(۱)تن ژوبل شوی .
بل خبر دا چې دپاکستان دپنجاب صوبې په چکوال سیمه کښې د پنډی ګیب د تله ګنګ واټ ډوک پټان کلی ته نږدې یوې کندې ته د بس دغورځیدا په پیښه کښې څلورویشت(۲۴) کسان وژل شوی او اوه شپیته(۶۷) نور ژوبل شوی هم دی .
دغه بس دخیبر پښتونخوا صوبې له کوهاټ څخه د پنجاب صوبې د مرکز لاهور رایونډ سیمې ته روان او تبلیغیان پکښې سپاره وو اوټول وژل شوی کسان دکوهاټ وسیدونکی وو .