د مسلمانانو یووالی د اسلامي نړۍ ضروري اصل دی
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د مسلمانانو اتحاد، پيوستون، یووالی او یوزړه توب په اسلامي نړۍ او اوسنۍ دنیا کښې د ضروري اصل په توګه وبلله.
علامه راجا ناصر عباس جعفري نن په اسلام آباد کښې د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې د مسلمانانو وحدت یو دیني حکم وباله او ویې ویل: په اتحاد او پیوستون سره د اسلامي امت خلاف د دښمن له دسیسو سره مقابله کوی شو.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني دې خبرې ته په اشارې سره چې (امریکا ستره شیطانه ده) وویل: لویدیځ قدرتونه غواړي چې په وړو وړو او غیرضروري اختلافاتو باندې د مسلمانانو په اخته کولو سره د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د منونکو د پرمختګ لاره بنده کړي او له همدې لارې د مسلمانانو په نسل وژنه کښې پرخپلو جنایتونو هم برغولی کیږدي.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي زیاته کړه چې د مسلمانانو بد غواړي هڅه کوي چې د اسلامي هیوادونو سرچینې او پانګه ولوټي او د قومي ا و مذهبي اختلافاتو په زیاتولو سره هغوي په ناتوانو او بې ارادې ډلو بدل کاندي.