دپاکستان خلکو د حکومت پرضد اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59417-دپاکستان_خلکو_د_حکومت_پرضد_اعتراض_وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان خلکو د مجلس وحدت مسلمین د مشر دمرستیال په شمول دځینو شیعه مسلمانانو په تښتول کیدا اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 01:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان یوشمیر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوک ډول په کراچۍ ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کښې تښتول شوي .
    د پاکستان یوشمیر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوک ډول په کراچۍ ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کښې تښتول شوي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان خلکو د مجلس وحدت مسلمین د مشر دمرستیال په شمول دځینو شیعه مسلمانانو په تښتول کیدا اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

مظاهره چیانو د مجلس وحدت مسلمین د مشر دمرستیال ناصر شیرازی او دنورو تښتول شویوشیعه مسلمانانو د خوشی کیدا غوښتنه وکړه .

د پاکستان په سیند ، پنجاب ، بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کښې اعتراض کونکو مسلمانانو د تښتول شویو کسانو برخلیک ته د حکومت  بې پامۍ وغندله.

د پاکستان مظاهره چیانو ددغه هیواد حکومت  او دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف د مجلس وحدت مسلمین دمشر دمرستیال ناصر شیرازی د تښتولو مسول وباله او له کوم شرط پرته د هغه د خوشی کیدا غوښتنه یې وکړه .

دبشری حقوقو موسسې هم د شیعه مسلمانانو د حقوقو او دهغوې د تښتول کیدا په باره کښې دپاکستان د حکومت په بې پامۍ اعتراض کړی او د حکومت لخوا د توضیح دورکولوغوښتنه یې کړی ده .

په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان یوشمیر شیعه شخصیتونه او ځوانان په مشکوک ډول په کراچۍ ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کښې تښتول شوی او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی .