په پاکستان کښې د حکومتی ضده اعتراضونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59911-په_پاکستان_کښې_د_حکومتی_ضده_اعتراضونو_دوام
په پاکستان کښې خبری سرچینو په پلازمینې اسلام آباد کښې سرې سیمې(RED ZONE) ته د تلونکو ټولو لارو د تړلو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 10:54 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د حکومتی ضده اعتراضونو دوام

په پاکستان کښې خبری سرچینو په پلازمینې اسلام آباد کښې سرې سیمې(RED ZONE) ته د تلونکو ټولو لارو د تړلو خبر ورکړی.

ریډ زون یا سره سیمه د پاکستان په پلازمینه کښې هغه خورا حساسه سیمه ګڼل کیږی چې پکښې د پاکستان د ملی او مشرانو جرګو او سترې محکمې په شمول د حساسو ادارو ودانۍ ،سفارتونه او وزارتونه هم واقع دی.د اسلام آباد حکومت دغه پریکړه هاله کړی چې د لبیک یا رسول الله د غورځنګ غړیو د ملی جرګې د کاندیدانو له فارمه پر ختم نبوت د لوړې قانون په حذفولو په اعتراض کښې د اسلام آباد په خوا کښې د تیرو کابو شلو ورځو راهیسې پرلتۍ وهلی او د قانون وزیر د څنګته کولو غوښتنه کوی.که څه هم د پاکستان حکومت له هرډول بلوې او ناکراری سره د مقابلې لپاره له پوځه غوښتلی په حساسو سیمو کښې په دیره کیدا سره له معترضانو سره چلند وکړی خو د پوځ ستر قومندان جنرال قمر جاوید باجوه له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتلی،د روان تاوتریخوالی د ختمولو لپاره دې ژرترژره یوه سوله ایزه لاره خپله کړی.دغسې حالات د دې لپاره د حکومت لپاره اندیښمنونکی دی چې نورو مذهبی ډلو هم ورسره د پیوستون د اعلانولو لپاره په لاهور،کراچی،فیصل آباد او راولپنډی ښارونو کښې مظاهرې وکړی.ځکه خو پوځ د حکومت له مخالفانو سره هیڅکله چمتو نه دی او هڅه کوی دواړه لوری آرامښت ته وبلی.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال آصف غفور په دې اړه وویل:پوځ غواړی چې ژرترژره دغه تاتریخوالی له سیاسی لارې هوار شی څکه چې دغه ډول حالات هیڅکله د ملی پیوستون په ګټه نه دی.

د پاکستان پر حکومت د تحریک لبیک یا رسول الله د پلویانو پراخ اعتراض چې لا پراخ اړخونه پیدا کوی،د دغه هیواد د لومړی وزیر شاهدخاقان عباسی د دولت پر ضد لومړنی رسمی او جدی اعتراض دی.د محمد نواز شریف د لومړی وزارت په پړاؤ کښې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند پراخې مظاهرې وکړې خو د حکومت په مدیریت سره یې کومه نتیجه ورنکړه.خو د اعتراضونو د کنټرولولو او له عمومی ځایونو د ساتنې لپاره له پوځه د دولن غوښتنه د دې ښودنه کوی چې لومړی وزیر شاهدخاقان عباسی د داسې هرډول اعتراض د برابرولو په اړه شکمن دی چې حکومت تر نسکوریدا پورې پرمخ بوځی.سره له دې نورې سیاسی او مذهبی ډلې د شیعیانو د تښتولو په شمول د بیلابیلو پیښو په وړاندې د اسلام آباد دولت پر چوپتیا هم اعتراض لری او دغه چوپتیا په خپل هیواد کښې د بې ثباتی د دوام لامل بولی. 

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه ناصر عباس جعفری په دې باره کښې وویل:د هیواد په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په پاراچنار کښې د ناامنیو دوام د هغو مختلفو پیښو په وړاندې د اسلام آباد دولت د چوپتیا او بې پروائی له امله دی چې ډیرې اندیښمنونکی دی.نو که د پاکستان حکومت خپل کړچار بدل نه کړی،دغه اعتراضونه به لاپسې زیات شی.

په هر حال د پاکستان حکومت اندیښمن دی چې که د لبیک یا رسول الله د غورڅنګ اعتراض کنټرول نه شی نو لاپراخ اړخونه خپلولای شی او د ۲۰۱۸ م کال د انتخاباتو په درشل کښې د نواز څانګې د مسلم لیګ واکمن ګوند په ستونزمنو شرایطو کښې ګرڅولای شی.