پاکستان د پرتله وهونکو پرضد زور نه کاروی
-
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان هم له حکومته غوښتي دي چې استعفا ورکړي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان لوړرتبه پوځی او غیر پوځی چارواکو نن په اسلام اباد کښې په یوې مهمې غونډې کښې موافقه وکړه په اسلام اباد کښې د پرلتې وهونکو پرضد زور ونه کارول بلکې له هغوې سره سیاسی خبرې وشی .
په اسلام اباد کښې په ننۍ غونډې کښې دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ، دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د جاسوسۍ ادارې مشر نوید مختار او د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ګډون درلود .
دپاکستان دغوحکومتی او پوځی چارواکو په دغه غونډې کښې فیصله وکړه چې د پرلتې وهونکو پرضد باید زور ونه کارول بلکې له هغوې سره دې سیاسی خبرې وشی .
دغه راز داسلام اباد په فیض اباد سیمه کښې د حالاتو دسمولو لپاره د عملیاتو مسولیت رینجر ځواکونو ته وسپارل شول .
د رینجر ځواکونوکابوزر(۱۰۰۰) ځواکونه چې پرون په اسلام اباد کښې دیره شوی وو د عملیاتو په لومړیو کرښو کښې دیره شوی دی .
داسلام اباد پولیس او حکومتی ملیشا ځواکونه چې د پرلتې وهونکو پرضد پرون په لومړیوکرښو کښې ولاړ وو اوس دشا کرښو ته بیول شوی دی .
دغه راز دپاکستان په پلازمینې اسلام اباد او په پنجاب صوبو کښې ټول حکومتی او خصوصی ښوونځی ، پوهنځی او پوهنتونونه سبا او بل سبا تړل شوی دی .
دپاکستان حکومت پرون له پوځ څخه غوښتی وو چې په اسلام اباد او پنډۍ کښې دې عسکر دیره کړی چې حالات کنټرول کړی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان هم له حکومته غوښتی دی چې استعفا ورکړی .