دامریکائی چارواکوکړچارله ترهه ګرۍسره دمبارزې خنډ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61765-دامریکائی_چارواکوکړچارله_ترهه_ګرۍسره_دمبارزې_خنډ_دی
امریکا دې دخپلو متحدانو دتورنولو په ځای هغه کسان چې د افغانستان دنظام په کمزوری کولو پسې دی او همداراز په دغه هیواد کې د داعش دراپنځولو اوپیاوړی کولو لامل او دنشه ایزوموادو دتولید او ټرانزیټ عاملان دی ورټی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 01:14 Asia/Kabul
  • دامریکائی چارواکوکړچارله ترهه ګرۍسره دمبارزې خنډ دی

امریکا دې دخپلو متحدانو دتورنولو په ځای هغه کسان چې د افغانستان دنظام په کمزوری کولو پسې دی او همداراز په دغه هیواد کې د داعش دراپنځولو اوپیاوړی کولو لامل او دنشه ایزوموادو دتولید او ټرانزیټ عاملان دی ورټی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دپآکستان دپوځ  ویندوی جنرال آصف غفور پرون مازدیګر په یولړڅرګندونو کې  په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر دمرستیال دڅرګندونو په ځواب کې دامریکایانودغه ډول کړچار  له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې دلارې  خنډ وبالۀ. 

 دامریکا دولسمشر مرستیال  مایک پنس  چې بل پرون  په نااعلان شوی سفر افغانستان ته تللی ،  د دغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره په لیدوکاتو کې ئې  دپاکستان په ضد  ګواښونکو څرګندونو په تکرارولو سره  وئیلی ،  سپینې ماڼۍ  پآکستان ته اطلاع ورکړې ده چې  که دغه هیواد  دترهه ګرو ډلو له ملاتړه لاس وانخلی نو ډیر څه به له لاسه ورکړی ، چې دامریکائی چارواکی دغه سپکې  او ګواښونکی څرګندونې  دپاکستانیو چارواکو  له سخت غبرګون سره مخ شوې .

   جنرال آصف  غفور  وئیلی دی ، دپاکستان پوځ   اوامنیتی مامورانو  دترهه  ګرو په ضد  اغیزمن اقدامات کړی دی  او یو هیواد  هم  د پاکستان تر اندازه   له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  اقدامات نه دی کړی .

 هغه  دامریکا دمرستیال ولسمشر  دسپکو څرګندونو په باب هم ووئیل ،  داسلام اباد حکومت  دډیپلوماټیکو  اړیکو په سویه  د واشنګټن  ادعاګانو ته ځواب ورکړی دی ،خو  دغه څرګندونې   دترهه ګرۍ په ضد  دجنګ په بهیر منفی اغیزې شیندلی شی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دپآکستان دخارجه وزارت ویندوی  محمد فیصل مقداد هم پرون   دیوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکائی چارواکو دغه ډول تکراری  ادعاګانې    رد کړی او  دپآکستان په ضد ئې د مایک پنس څرګندونې له دغه هیواد سره دامریکائی مسئولانو دخبرواترو دبهیر په اپوټه بللې او وئیلی ئې دی ،   امریکا دې دخپلو متحدانو   دتورنولو په   ځای  هغه کسان چې د افغانستان  دنظام په کمزوری کولو پسې دی  او همداراز   په دغه هیواد کې  د داعش دراپنځولو اوپیاوړی کولو  لامل او دنشه ایزوموادو دتولید او ټرانزیټ   عاملان دی  ورټی .