لاریجاني پاکستان ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61825-لاریجاني_پاکستان_ته_رسیدلی_دی
د ایران د اسلامي شورا مشر د یو پارلیماني پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینې اسلام  اباد ته ورسیده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 16:56 Asia/Kabul
  • لاریجاني پاکستان ته رسیدلی دی

د ایران د اسلامي شورا مشر د یو پارلیماني پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینې اسلام  اباد ته ورسیده.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور  له مخې علي لاریجاني  او دهغه ملګری پلاوی  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې ننګونې او د سیمه ایزو ملګرتیاوو رول تر عنوان په یوې ورځنۍ غونډې کې  چې ټاکل شوې سبا په اسلام اباد کې جوړه شي ګډون کوي.

لاریجاني به پاکستان ته په درې ورځني سفر کې  په دغه غونډه کې پر ګډون سربیره  په غونډه کې له یو  شمیر ګډونکوونکو سیالانو سره هم وګوري.

 د پاکستان د پارلیمان له مشر ایاز صادق  او د دغه هیواد له نورو لوړ رتبه مقاماتو سره کتنه  د علي لاریجاني نور پروګرامونه دي.

 لاریجاني به همداراز  له رسنیو سره یوه ګډه مطبوعاتي مرکه هم ولري.

 له ترهه ګرۍ سره د مقابلې ننګونې او د سیمه ایزې ملګرتیا د رول  په نامه غونډه  د پاکستان د پارلیمان په نوښت جوړه شوې او پکې د شپږو هیوادونو پاکستان ، ایران ترکیه  چین روسیه  او افغانستان  د پارلیمانونو مشران برخه اخلي. دا غونډه سبا په اسلام اباد کې ترسره کیږي