امریکا باید دپاکستان اندیښنو ته ډیر پام وکړی
-
امریکا په خپلې نوي ستراتیژۍ کښې پاکستان د ترهګرۍ او دټروریسټي ډلو د ملاتړي په توګه معرفي کړی دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه وویل امریکا باید د هند او دپاکستان په باره کښې بې طرفه دریځ ولری .
هغې چې دپاکستان مشرانو جرګې ته د راپور د وړاندې کولو لپاره ورغلی وه وویل امریکا باید د اسلام اباد اندیښنو ته زیات پام وکړی او دهند په ګټه له پلویتوب ډډه وکړی .
تهمینه جنجوعه دغه راز دپاکستان دناامنه کولو لپاره د خارجی هیوادونو دسیسې ته داشارې په ترڅ کښې وویل دهند په شان هیوادونه په دائمی ډول د پاکستان دناامنه کولو کوشش کوی .
له دې مخکې د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم په هند باندې دامریکا د نویو پوځی وسلو او تجهیزاتو خرڅول په جنوبی اسیا کښې دصلحې په خطر کې د لویدا سبب بللی وو .
امریکا په خپلې نوی ستراتیژۍ کښې پاکستان د ترهګرۍ او دټروریسټی ډلو د ملاتړی په توګه معرفی کړی دی .