دپاکستان قبایلی سیمې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کیږی
Dec 26, 2017 04:23 Asia/Kabul
-
د راتلونکي میلادي کال په انتخاباتو کښې د خیبر پښتونخوا د ولسي جرګې لپاره دقبایلي سیمو درویشت(۲۳)غړي انتخاب شي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان په قبایلی سیمو کښې د اصلاحاتو د اجرا کولو لوړې کمیټۍ(NATIONAL IMPLEMENTATION COMMITTEE) په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د قبایلی سیمو شاملیدل تصویب کړل او موافقه یې وکړه چې اسلام اباد به په دې اړه یوه(۱) بیانیه خپره کړی .
دغه خبره دپاکستان دوو(۲) لوړرتبه چارواکو چې د قبایلی سیمو د اصلاحاتو په چارو کښې برخه لری کړی ده .
د پاکستان دقبایلی سیمو په اړه د اصلاحاتو د اجرا کولوکمیټۍ چې تیره اونۍ یې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ غونډه کړی وه دغه فیصله او موافقه هم وکړه چې د راتلونکی میلادی کال په انتخاباتو کښې د خیبر پښتونخوا د ولسی جرګې لپاره دقبایلی سیمو درویشت(۲۳)غړی انتخاب شی .