پاکستان تل ګرو وو :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62421-پاکستان_تل_ګرو_وو
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او د هغه ورور شهباز شریف چې دپنجاب صوبې اعلی وزیر هم دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې له یوشمیر نورو مشرانو سره یوځاې عربستان ته تللی دی او ټاکل شوی ده چې نن د عربستان له لوړرتبه چارواکو سره کتنې او له هغوې سره د سیمې او دپاکستان د مهمو سیاسی موضوګانو په اړه خبرې وکړی .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 01, 2018 10:19 Asia/Kabul
  • پاکستان تل دامریکا د ډالرو او د سعودي عربستان د ریالونو په ترلاسه کولو سره د واشنګټن او د ریاض د ګټو ساتونکی وو او دی .
    پاکستان تل دامریکا د ډالرو او د سعودي عربستان د ریالونو په ترلاسه کولو سره د واشنګټن او د ریاض د ګټو ساتونکی وو او دی .

زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او د هغه ورور شهباز شریف چې دپنجاب صوبې اعلی وزیر هم دی د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې له یوشمیر نورو مشرانو سره یوځاې عربستان ته تللی دی او ټاکل شوی ده چې نن د عربستان له لوړرتبه چارواکو سره کتنې او له هغوې سره د سیمې او دپاکستان د مهمو سیاسی موضوګانو په اړه خبرې وکړی .

نوازشریف او شهباز شریف دواړه په پاکستان کښې د مالی درغلۍ په خاطر له سختو قضایی کړکیچونو سره مخ دی او د محکمې(Court) دحکم په تمه دی .

دپاکستان سترې محکمې مخکې د پخوانی لومړی وزیر نواشریف صلاحیت رد کړی او هغه  له لومړی وزارت څخه څنګ ته کړی شوی او شهباز شریف هم د ځینو سیاسی ګوندونو لخوا د عوامی تحریک د څو کسانو په وژلو کښې د لاس د لرلو دوسیه لری او اوه(۷) ورځې فرصت لری چې استعفا ورکړی .

په دا ډول یوه کړکیچن حالت کښې د پاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف په تیرې چهارشنبې ورځ او پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم په تیرې جمعې ورځ سعودی عربستان ته ورغلی دی او د پاکستان په رسنیو کښې  ددوې د سفرونو په اړه ډیرې اوازې اوریدل کیږی .

سیاسی مخالفان باوری دی نوازشریف او شهباز شریف چې دخپلو ځانونو په ژغورلو کښې د سعودی عربستان له ال سعود رژیم څخه په مرسته ترلاسه کولو کښې اوږده مخینه لری دال ځل هم د ال سعود لمن نیولی ده چې دپاکستان له ایسټبلیشمنټ سره  دیوه ملی تفاهم یعنی دبل این ار او (National Reconcilitation Ordinance)په لاسلیک کولو سره د ژغورنې لاره پیدا کړی .

ټایمز(Times)  اونیزې په یوه (۱)راپور کښې ادعا کړی ده دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هڅه کوی د سعودی عربستان د ال سعود رژیم په مینځګړیتوب سره دخپل هیواد له ایسټبلیشمنټ(Establishment) سره ملی تفاهم ته ورسیږی او ددغه تفاهم پراساس نوازشریف مکمنه ده چې بهر ته خپله جلاوطنی ومنی او دخپلې لور میرمن مریم نواز پرځاې شهباز شریف ډګر ته راوباسی البته دنظر  ډیر خاوندان دغه خبره لیرې ګڼی .

دپاکستان دحکومت مخالف ګوندونه ، پوځ او قضایی قوه به ددغه کار اجازه ورنکړی .

البته ویل کیږی دسعودی عربستان رژیم چې له امنیتی نظر دهیواد په داخل کښې له زیاتو مشکلاتو سره مخ دی دخپلو کورنیو حالاتو د کنټرولو لپاره د پاکستان دپوځ د  نورو په زرګونو پوځیانو ته ضرورت لری او ریاض غواړی دپاکستان له پوځ سره معامله وکړی .

سعودی عربستان هڅه کوی چې نوازشریف او شهباز شریف غلی کړی او هغوې د پاکستان دپوځ پرضد له څرګندونو منع کړی چې دپاکستان پوځ عربستان ته د نورو په زرګونو عسکرو استولو ته غاړه کیږدوی .

د ویلو ده چې همداس اوس په سعودی عربستان کښې د پاکستان نور په زرګونو عسکر دیره دی چې یوشمیر یې د سعودی عربستان عسکرو ته پوځی روزنه ورکوی او یوشمیر نور بیا د هیواد  د حساسو او مهمو تاسیساتو د امنیت دتامینولو په چارو بوخت دی .

د ویلو ده چې دپاکستان پخوانی  لومړی وزیر نوازشریف په ۱۹۹۹ میلادی کال کښې هم چې په هیواد کښې د هغه وخت د ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشریف لخوا نیول شوی او ټاکل شوی  وه چې محاکمه شی د سعودی عربستان د ال سعود کورنۍ په مینځګړیتوب سره وژغورل شو او تر لسو(۱۰) کلونو پورې سعودی عربستان ته جلاوطن شو او پاکستان ته دنوازشریف ستنیدل هم د عربستان دال سعود رژیم په مینځګړیتوب سره ترسره شول .

دا دی دپاکستان ستر اسلامی او اټومی بم لرونکی هیواد چې سترې فیصلې یې په سعودی عربستان یا هم په امریکا کښې ترسره کیږی .

که چیرې په تیرو اویاو(۷۰) کلونو کښې دپاکستان د پوځی او سیاسی مشرانو په کړچار غور وشی نو معلومه به شی پاکستان چې د ۱۹۴۷ میلادی کال د اګست په څوارلسمه(۱۴) نیټه یې  له انګلستان څخه خپلواکۍ ترلاسه کړی وه خو دغه خپلواکه یوازې په کاغذ ده او عملی بڼه نلری او همدا اوس عملا د پاکستان برخلیک د امریکا ، انګلستان او حتی د سعودی عربستان په لاس کښې دی .

ځکه چې دپاکستان پوځی او سیاسی مشران دملی ګټو فکر نه کوی بلکې په دې فکر کښې دی چې په کوم ډول خپلې څوکۍ او واک وساتی .

دپاکستان د پوځ جنرال ایوب د روسیې او دچین د جاسوسۍ لپاره امریکا ته په پیښور او په اوسنی بنګلادیش چټاکانګ کښې دوې(۲) پوځی اډې ورکړې او هغه په بدل کې د امریکا له ولسمشر جان ایف کینیډی څخه د خپل قدرت د ساتلو تضمین ترلاسه کړ .

دپاکستان دپوځ پخوانی  مشر جنرال ضیاالحق هم د امریکا د ولسمشر جیمی کارټر څلور سوه(۴۰۰) میلیونه ډالره مرسته رد کړه او ویې ویل چې دغه مرسته کمه ده او کله چې دامریکا مرسته څلورسوه(۴۰۰) میلیارډه ډالرو ته ورسیدله ضیا الحق امریکا ته غیږه ورکړه او دامریکا په مینه کښې دومره بوخت شو  چې د افغانستان په جنګ کښې د پخوانی شوروی پرضد د ټولو عملیاتو داجرا کولو  مسولیت یې پرغاړه واخیست او د ترهګرۍ سپیره ښکارنده چې نن نه یوازې په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کښې خپره شوی ده د هیواد دهمدغه ظالم دیکتاتور جنرال ضیاالحق د کړچار په وجه ده .

دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف هم همداشان له امریکا سره معامله وکړه او دامریکا د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش ته یې وویل هرکال پاکستان ته یونیم میلیارډه ډالره ورکړه او هر کار چې غواړی نو په پاکستان کښې یې ترسره کړی .

البته په لومړیو کښې دغه  ډالر  چې دپاکستان  د پوځ جنرالانو له امریکا ترلاسه کول دهغو ماموریتونو په مقابل کښې چې ترسره کول یی ډیر کم وو .

دوهمه خبره دا چې دامریکا لخوا دغه ورکړل شوی ډالر دپاکستان د سیاسی او پوځی مشرانو جیبونو ته ورتلل او ډیر کم ډالر په هغو پوځی عملیاتو چې هغه هم دامریکا د ګټو په لړ کښې وو لګیدل .

او له بده مرغه دپاکستان ستر اسلامی او اټومی بم لرونکی هیواد نه یوازې دامریکا چې دنړۍ بدمعاش هیواد دی پیروی کوی بلکې دسعودی عربستان په شان یو لاسپوڅی او ظالم هیواد هم د تیلو له ډالرو په استفادې سره پاکستان ته خپل سیاستونه دیکته کوی او پاکستان تل دامریکا د ډالرو او د سعودی عربستان د ریالونو په ترلاسه کولو سره د واشنګټن او د ریاض د ګټو ساتونکی وو او دی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د ۲۰۱۸ میلادی کال دجنورۍ دمیاشتې لومړۍ  نیټه .