له پاکستان سره نوره مرستې نه کوو ، دوی دوکې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62461-له_پاکستان_سره_نوره_مرستې_نه_کوو_دوی_دوکې_کوی
دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف نن په یولړ څرګندونو کې د پاکستان په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تورونو په غبرګون کې په ډاګه کړې ، نړیوال دامریکا له دوکو او کرغیړن کړچاره ښه خبر دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2018 16:59 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره نوره مرستې نه کوو ، دوی دوکې کوی

دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف نن په یولړ څرګندونو کې د پاکستان په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تورونو په غبرګون کې په ډاګه کړې ، نړیوال دامریکا له دوکو او کرغیړن کړچاره ښه خبر دی .

ایرناخبری اژانس راپورورکړ   د پاکستان خارجه وزیر دپاکستان په باب    په نوی میلادی کال کې  دامریکا دولسمشر   دنوو تورونو په   ځواب کې  ووئیل داسلام اباد حکومت به ډیر  زر  دهغه د تورونو ځواب ورکړی .

  دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ   نن  په نوی میلادی کال کې  پخپل لومړنی ټولنیز  پیغام کې   دپاکستان حکومت  سره  د امریکا د مرستو دغوڅیدا په باب  په خبرداری سره وئیلی  دی ،  امریکا  پاکستان ته په تیرو پنځلسو کلونو کې  څه دپاسه  درې دیرش میلیارډ ډالری مرستوې  ورکړی  چې  دا یو بیوقوف کار ؤ ، خو  له دې وروسته به پاکستان ته نوره مرستې  ورنه کړی ځکه دوی  له مونږ سره  له دوروغو او دوکو کار اخستی او هماغه راز  ترهه ګرو ته پناه ورکوی .

  دا په داسې حال کې دی چې  دپاکستان  لومړی وزیر  شاهد خاقان عباسی او د دغه هیواد خارجه وزیر خواجه آصف  د ټرمپ له تورونو وروسته  په دې باب بیړنۍ غونډه  جوړه کړې او  دراتلونکی لپاره ئې   دخپلو ملی ګټو په اساس د فیصلې  په اړه ځینی  مهمې مشورې کړی دی

 دپاکستان او  امریکا ترمینځ   اړیکې   په اګست میاشت کې د   ډونالډ ټرمپ  له جنجالی  سټراټژۍ اعلانولو وروسته  لازیاتې ترینګلی  شوی او د پآکستان  چارواکو وئیلی دی   امریکا   ته پکار دی له تور لګولو مخکې د پاکستان  په باب  سم درک  ولری او   د ترهه ګرۍ په ضد دې   دپاکستان پر قربانیو سترګې نه پټوی .