دپاکستان خلکو دامریکا پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62557-دپاکستان_خلکو_دامریکا_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږخبریال وایی د پاکستان د کراچۍ ښار خلکو دامریکا د ولسمشر ټرمپ په نا سنجول شویو څرګندونو اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2018 02:06 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ په ځلونو پاکستان د ترهګرۍ دمرکز په توګه بللی دی  .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ په ځلونو پاکستان د ترهګرۍ دمرکز په توګه بللی دی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د کراچۍ ښار خلکو دامریکا د ولسمشر ټرمپ په نا سنجول شویو څرګندونو اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

دپاکستان مظاهره چیانو پرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غندلو سره مړه دې امریکا شعارونه ورکړل  و د دغه هیواد بیرغ یې وسوزوه .

دپاکستان مظاهره چیانو دامریکا له سلطه غواړو او تیریګرو سیاستونو د کرکې او نفرت په څرګندولو سره د ډونالډ ټرمپ له حکومته وغوښتل سمدستی د پاکستان په وړاندې په خپل کړچار کښې بیا کتنه وکړی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ په ځلونو پاکستان د ترهګرۍ دمرکز په توګه بللی دی  چې دغه چاره د اسلام اباد دچارواکو او دهیواد د خلکو د غصې سبب شوی ده .