امریکاپاکستان ته څه خیرات نه دی ورکړی
دشوو موافقو په اساس اوس هم امریکا باید څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پاکستان ته ورکړی ، چې سترګې ئې پرې پټې کړی دی .
فارس خبری آ ژانس راپورورکړ دپآکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان نن په اسلام اباد کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، داسلام اباد او واشنګټن ترمینځ نوره ملګرتیا ختمه شوې ده او امریکا تراوسه پورې داسلام اباد لس میلیارډ ډالره پوره َوړې ده .
هغه همداراز دترهه ګرو ډلو دځپنې په پلمه دپاکستان په شمال لویدیځ کې دعملیاتو په باب سخت خبرداری ورکړ .
دپاکستان دفاع وزیر روښانه کړې ، که امریکا په پاکستان کې د ترهه ګرو د پټنځایونو په باب کوم اطلاعات لری ، نو داسلام اباد حکومت ته دې ورکړی څو دهغوی په خلاف عملیات ترسره شی .
هغه په عین حال کې ګواښ وکړ امریکا پاکستان ته څه خیرات نه دی ورکړی چې دړکې هم ورکوی ، له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې له پاکستانه زیاتې قربانۍ چا نه د ی ورکړی او له پاکستان سره دامریکا مالی مرستې هم دومره نه دی لکه څومره چې د پاکستان تاوانونه شوی دی او دشوو موافقو په اساس اوس هم امریکا باید څه دپاسه لس میلیارډ ډالره پاکستان ته ورکړی ، چې سترګې ئې پرې پټې کړی دی .
دامریکا ولسمشر دوه ورځې مخکې یو ځل بیا په کرغیړنو څرګندونو کې پر پاکستان د دوکه ورکولو تور لګولی او وئیلی ئې وو چې نوره به پاکستان ته مالی مرستې ورنه کړی ، چې دپاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګونو کې وئیلی وو چې ا مریکا پاکستان ته څه خیرات نه دی ورکړی چې پر مونږ احسان هم کوی . له مرستو څو چنده زیاتې ګټې ئې ترلاسه کړی دی .