په پاکستان کښې دافغانستان دکډوالود وسیدونیټه تمدید شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62639-په_پاکستان_کښې_دافغانستان_دکډوالود_وسیدونیټه_تمدید_شوه
زمونږ خبریال وایی دپاکستان فیډرال کابینې پرون په هیواد کښې د افغانستان هستوګنه کډوالو ته د وسیدا مهلت دیرش ورځې تمدید کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 02:54 Asia/Kabul
  • په پاکستان او ایران کښې دافغانستان ترټولو زیات کډوال وسیږي .
    په پاکستان او ایران کښې دافغانستان ترټولو زیات کډوال وسیږي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان فیډرال کابینې پرون په هیواد کښې د افغانستان هستوګنه کډوالو ته د وسیدا مهلت دیرش ورځې تمدید کړ .

دا دپاکستان دحکومت لخوا دافغانستان کډوالو دهستوګنې د مودې د تمدیدا شپږم(۶) ځل دی .

د کابو یو  اعشاریه څلور میلیونه افغان کډوالو چې نومونه یې ثبت شوی دی دکډوالې حیثیت په تیرې یکشنې ورځ هغه وخت پاې ته ورسید کله چې دهغوې د هستوګنې د کارتونو موده د دسمبر په یودیرشمه(۳۱) نیټه پاې ته ورسیدله .

د پاکستان د کورنیو چارو او د سرحدی سیمو وزارت سیفرون(SAFRON) د لومړی وزیر سیکریټریټ ته سپارښتنه کړی ده چې په هیواد کښې د افغانستان دهستوګنه کډوالو د وسیدا نیټه د روان میلادی کال تر دسمبر میاشتې پورې تمدید کړی .

خو په اسلام اباد کښې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ د کابینې غونډې د کارت لرونکو افغانانو لپاره د هستوګنې موده یوازې دیرش(۳۰) ورځې تمدید کړه .

پاکستان وایی چې په هیواد کښې دافغانستان دزیاتو کډوالو شتون دپاکستان په اقتصاد ستر بار دی .

په پاکستان او ایران کښې دافغانستان ترټولو زیات کډوال وسیږی .