پاکستان وویل په امریکا باید اعتماد ونکړو
-
پاکستان اوس دخپل اقتصاد په بیه دامریکا له خوشحالولو ستړی شوی دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل تاریخ مونږ ته درس راکوی چې په امریکا باید اعتماد ونکړو .
هغه دپاکستان پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرله پسې څرګندونو ته په غبرګون کښې په تیرو څو کلونو کښې له ترهګرۍ سره دجنګ په شمول دپاکستان د خدماتو یادونه وکړه .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له مونږ څخه پوښتنه کوی چې مونږ څه کړی دی .؟ او زیاته یې کړه یو (۱)دیکتاتور(د پاکستان پخوانی ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف ) په یوه ټیلی فون سره امریکا ته تسلیم شو او زمونږ هیواد له ډیرو وینوبهیدا سره مخ شو .
هغه وویل دامریکا عسکرو په پاکستان کښې له دیره اډو څخه په افغانستان کښې ۵۷۸۰۰ حملې وکړې او پاکستان دامریکا پوځیانو ته په خپله خاوره کښې وسلې او چادیدونکی مواد ورکړل او دپاکستان په زرګونو خلک اوحکومتی عسکر دامریکا لخوا دپیل کړې شوی جنګ قربانی شوی دی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دترهګرۍ پرضد جنګ کښې دپاکستان قربانیو او په دغه جنګ کښې دپاکستان لګیدلیو پیسو ته هم نغوته وکړه .
دپاکستان خارجه وزیر وویل مونږ دامریکا دښمانان خپل دښمانان ګڼو او مونږ تاسو ته ترهګر وسپارل او په ګوانتانامو کښې بندیان کړل او مونږ دومره په جذبې سره دامریکا خدمت وکړ چې خپل هیواد مو دبریښنا او ګازو له کمښت سره مخ کړ .
هغه وویل پاکستان اوس دخپل اقتصاد په بیه دامریکا له خوشحالولو ستړی شوی دی .