ځینې قوتونه ډیموکراټیک سیسټم ته تاوان رسوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62843-ځینې_قوتونه_ډیموکراټیک_سیسټم_ته_تاوان_رسوی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل ځینې قوتونه په مارچ میاشت کښې د مشرانو جرګې سینا(Senate) له انتخاباتو مخکې د ډیموکراټیک سیسټم د له مینځه وړلو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 01:38 Asia/Kabul
  • پاکستان په خپل تاریخ کښې اوس له بل هروخت څخه زیات له ډیرو ګواښونو سره مخ دی .
    پاکستان په خپل تاریخ کښې اوس له بل هروخت څخه زیات له ډیرو ګواښونو سره مخ دی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل ځینې قوتونه په مارچ میاشت کښې د مشرانو جرګې سینا(Senate) له انتخاباتو مخکې د ډیموکراټیک سیسټم د له مینځه وړلو هڅه کوی .

د پاکستان دکورنیو چارو وزیر په یوې (۱)مرکې کښې د کومې ادارې دنوم له اخیستلو پرته وویل ځینې قوتونه چې اشاره یې پوځ او استخباراتی ادارې ایی ایس ایی (ISI)ته وه په هیواد کښې د روان سیاسی کړکیچ او د ګډوډۍ مسول وبلل .

هغه وویل په پاکستان کښې ځینې قوتونه شته چې په مارچ میاشت کښې د مشرانو جرګې له انتخاباتو وړاندې د هیواد د ډیموکراټیک سیسټم د له مینځه وړلو کوشش کوی .

 احسن اقبال وویل پاکستان په خپل تاریخ کښې اوس له بل هروخت څخه زیات له ډیرو ګواښونو سره مخ دی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل له بده مرغه په داسې حال وخت کښې چې هیواد په خارجی جبهې کښې له ډیرو ګواښونو سره مخ دی او سیاسی قوتونه منفی کړچارونه  ترسره کوی .

هغه وویل مونږ دپاکستان پیپلز ګوند او نورو سیاسی ګوندونو ته ووایو چې دخارجی ګواښونو پرضد اتحاد ته اړتیا لرو .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال خبرداری ورکړ چې د اعتراض او د پرلتیو سیاستونه به د هیواد پرضد دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایجنډې پیاوړی کړی .

هغه دامریکا د  ولسمشر ډونالډ څرګندونې  چې ویلی وو پاکستان واشنګټن ته له دروغو او دوکې ورکولو پرته بل څه نه دی ورکړی  د لومړی وزیر نوازشریف د صلاحیت له ردیدا سره اړونده وبللې .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل چې پخوانی لومړی وزیر نوازشریف ته د چین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور د رامنیځته کولو او  له کړکیچ څخه د هیواد د ایستلو سزا ورکړل شوه .