داسې څوک شته چې د غله عزت کوی
-
که چیرې پاکستان له امریکا پورونه نه اخیتسلی نو مونږ به له دومره ذلت سره نه مخ کیدو .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دپنجاب صوبې په چکوال سیمه کښې دخپل ګوند غونډې ته په وینا کښې وویل داسې څوک شته چې د غله عزت کوی او زیاته یې کړه که چیرې دتاسو له کور څخه څوک غلا کوی او ونیول شی نو عزت به یې وکړئ او دګلونو هار به ورته واچوئ .؟
هغه وویل د پاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې مشر نوازشریف درې سوه(۳۰۰) میلیارډه روپۍ غلا کړی دی او خارجی هیوادونو ته یې وړی او باید ځواب ورکړی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل نوازشریف د درې سوه (۳۰۰) میلیارډه روپیو دغلا کولو په اړه دځواب د ورکولو پرځاې وایې چې زه ولې له لومړی وزارت څخه لیرې کړی شوی یم او هغه دځواب د ورکولو پرځاې پوځ او استخباراتی اداره ایی ایس ایی(ISI) بدناموی .
عمران خان وویل دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سعودی عربستان ته ورغی او هلته یې سوال او زرې وکړې چې دې په غلا کښې نیول شوی او بچ یې کړی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ نن دپاکستان خلک ذلیل کوی او زیاته یې کړه که چیرې پاکستان له امریکا پورونه نه اخیتسلی نو مونږ به له دومره ذلت سره نه مخ کیدو .
عمران خان وویل دیوه بل هیواد ولسمشر وایی چې پاکستان دروغجن او دوکه ورکونکی دی خو ډونالډ ټرمپه پاکستان نه بلکې د نوازشریف په شان خلک دروغجن او دوکه ورکونکی دی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل داقتصاد د وزیر اسحاق ډار زوی په دوبۍ کښې دوه() برجونه(Towers) لری او په څلورو(۴) کلونو کښې دپاکستان ځینو کسانو د اته سوه (۸۰۰)میلیارډه روپیو په ارزښت په دوبۍ کښې ځمکې اخیستی دی .