دپاکستان خارجه وزیر له امریکا سره ائتلاف ختم ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62859-دپاکستان_خارجه_وزیر_له_امریکا_سره_ائتلاف_ختم_ګڼی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دخارجه چارو وزیر خواجه اصف وویل زه دامریکا د امنیتی مرستې له غوڅیدا وروسته له واشنګټن سره اتحاد ختم ګڼم . هغه وویل له امریکا سره د پاکستان هیڅ اتحاد نشته او اتحادی داسې روده نه کاروی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2018 04:10 Asia/Kabul
  • نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه پاکستان امریکا اکثره امریکا ته مهم اطلاعات ورکړي دي .
    نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه پاکستان امریکا اکثره امریکا ته مهم اطلاعات ورکړي دي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دخارجه چارو وزیر خواجه اصف وویل زه دامریکا د امنیتی مرستې له غوڅیدا وروسته له واشنګټن سره اتحاد ختم ګڼم . هغه وویل له امریکا سره د پاکستان هیڅ اتحاد نشته او اتحادی داسې روده نه کاروی .

دپاکستان خارجه وزیر اصف وویل په ۲۰۰۱ میلادل کال کښې په افغانستان کښې دطالبانو پرضد عملیاتو کښې په شاملیدا سره پاکستان ډیره غلطۍ کړی وه  او نتیجه یې هم په پاکستان  کښې دترهګرۍ زیاتیدل دی .

دغه راز دامریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه راپور کښې ویلی دی چې ولسمشر ټرمپ به پاکستان یوازې پرې نه ږدی .

دغه ورځپاڼې وویل د پاکستان پرضد فیصلې کولو سره داسې ښکاری چې ټرمپ له اغیزونو سره د مقابلې کولو اوزار شته .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل د امریکا لخوا  دپخوانیو ائتلافیانو له ځان څخه دلیرې کولو فیصله به دچین لپاره ګټه ولری .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه پاکستان امریکا اکثره امریکا ته مهم اطلاعات ورکړی دی او اوس به ولیدل شی چې له اسلام اباد سره د واشنګټن د مرستو له غوڅیدا وروسته به پاکستان امریکا ته دغه مهم اطلاعات ورکړی او که څنګه ؟