دبلوچستان صوبې د حملې د وژل شویوکسانو شمیر زیات شوی
-
په دغه حملې کښې لس کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي او حمله کونکی له افغانستان څخه ورغلی وو .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې په زرغون واټ کښې د پولیسو د ټرک پرضد په یوې ځان وژونکی حملې کښې تراوسه اوه (۷)کسان وژل شوی او شپاړس(۱۶) نور ژوبل شوی هم دی .
د بلوچستان صوبې دپولیسو مشر معظم انصاری خبریالانو ته وویل په دغه ځان وژونکی حملې کښې په وژل شویوکسانو کښې پینځه پولیس(۵) او دوه (۲)لارویان شامل دی .
دپاکستان طالبانو ډلې ددغه ځان وژونکی حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی او ویلی یې دی چې ځان وژونکی کس په صوبایی پارلمان کښې له ماموریت ترسره کولو وروسته دستنیدا په وخت د پولیسو پرضد حمله کړی ده .
دپاکستان دبلوچستان صوبې د پولیسو مشر ایی جی(IG) معظم انصاری وویل په دغه حملې کښې لس کلوګرامه چاودیدونکی مواد کارول شوی او حمله کونکی له افغانستان څخه ورغلی وو او زیاته یې کړه پخوا هم په کویټه کښې په ترهګرو حملو کښې د لاس لرونکو کسانو ډی این ای(DNA) ازموینو وښودله چې دغه کسان دافغانستان ښاریز وو .