پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هیواد د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل پرون د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې همداشان د تهران په امنیتي غونډه کښې د ګډون لپاره د خپل هیواد د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه وروستي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د دغه کانفرنس ترڅنګ په تهران کښې د اسلامي ایران له چارواکو سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په هکله د نظر تبادله وکړه.
محمد فیصل د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې په پاکستان کښې د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې د شتون په ردولو سره وویل: اسلام آباد له ترهګرۍ سره په جنګ کښې تراوسه څه باندې ۱۲۰ میلیارډه ډالر لګولي دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په شمول ټولې سیمې کښې د ترهګرو ډلو بشپړه نابودي د دواړو هیوادونو د ملګرتیا پياوړي کیدو ته اړمنه وبلله.
هغه همداشان وویل چې پاکستان د اختلافو هواری په تیره بیا د کشمیر په سر لانجه د خبرواترو له لارې هوارول غواړي.