پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو د وژلې خلاف مظاهرې وشوې
په تیرو دوو اونیو کښې ترهګرو په ډیره اسماعیل خان ښار کښې څو تنه شیعه مسلمانان وژلي او بیا تښتیدلي دي.
د پاکستان خلکو د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د شیعیانو په وژلې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
مظاهره چیانو پرون د جمعې له لمانځه وروسته په ټول پاکستان په تیره بیا په کراچۍ، لاهور او ډیره اسماعیل خان ښارونو کښې له خپل حکومته وغوښتل چې په هیواد کښې د ترهګرو ډلو خلاف لاس په کار شي.
همداشان په کراچۍ کښې د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه صادق جعفري د پاکستان د شیعه مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د خلکو خلاف د ترهګرو حملو په مخنیوي کښې د ناتوانۍ په وجه د اسلام آباد په حکومت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: د پاکستان حکومت له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کښې پر خپلو ژمنو پابند نه دی.
د ویلو ده چې په تیرو دوو اونیو کښې ترهګرو په ډیره اسماعیل خان ښار کښې څو تنه شیعه مسلمانان وژلي او بیا تښتیدلي دي.