ترهګر دافغانستان ځینې سیمې په لاس کښې لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66265-ترهګر_دافغانستان_ځینې_سیمې_په_لاس_کښې_لری
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو د دفتر ایی ایس پی ار (ISPR) ویاند میجر جنرال اصف غفور وویل پوځ د ترهګرو پټنځایونه ختم کړی دی خو له بده مرغه په افغانستان کښې اوس هم دټروریسټانو تر کنټرول لاندې سیمې شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پوځ د صلاحیت  دکموالي په وجه په دغه هیواد کښې اوس هم د ترهګرو  تر کنټرول لاندې سیمې شته .
    د افغانستان د پوځ د صلاحیت دکموالي په وجه په دغه هیواد کښې اوس هم د ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمې شته .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو د دفتر ایی ایس پی ار (ISPR) ویاند میجر جنرال اصف غفور وویل پوځ د ترهګرو پټنځایونه ختم کړی دی خو له بده مرغه په افغانستان کښې اوس هم دټروریسټانو تر کنټرول لاندې سیمې شته .

 

هغه له یوې(۱) عربی ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل دپاکستان پوځ له ترهګرو سره د  مقابلې توان لری او زیاته یې کړه پاکستان له تیرو پینځلسو(۱۵) کلونو راهسې د ترهګرۍ پرضد جنګ کوی او مونږ دترهګرو پټنځایونه له مینځه وړی دی .

د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر (ISPR) ویاند اصف غفور وویل له بده مرغه د افغانستان دسرحد دننه حالات بل شان دی او د افغانستان د پوځ د صلاحیت  دکموالی په وجه په دغه هیواد کښې اوس هم د ترهګرو  تر کنټرول لاندې سیمې شته .

هغه وویل پاکستان له سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو سره تاریخی او ترټولو ښې اړیکې لری او د درې واړو هیوادونو ترمینځ ملګرتیا دسیمې په ګټه ده .

دپاکستان دپوځ دغه چارواکی وویل له ترهګرو په پاکو شویو سیمو کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو ټولنیزې پراختیا ډیر کار کړی دی .

د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر د ویاند جنرال اصف غفور دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات له امریکا او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په پاکستان او ټوله نړۍ په تیره بیا یمن، سوریې ، عراق وغیره کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او وررسره مالی مرسته کونکی هیوادونه دی .