په پاکستان کښې پنځه ترهګر هلاک شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68026-په_پاکستان_کښې_پنځه_ترهګر_هلاک_شوي_دي
د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف دوو جلا جلا عملیاتو کښې پنځه ترهګر وژلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2018 10:02 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې پنځه ترهګر هلاک شوي دي

د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف دوو جلا جلا عملیاتو کښې پنځه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان ترهګرې ضد ادارې نن په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د پنجاب صوبې په ډیره غازي خان ښار کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې درې تکفیري ترهګر وژلي دي.

بل خبر دا چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د شمال لویدیځ په خیبر پښتونخوا صوبه کښې دوه ترهګره په ډزو وژلي دي.

په دغو دواړو عملیاتو کښې د تکفیري ترهګرو ډیره وسله او مهمات هم له مینځه تللي دي.

د ترهګرو د هویت او ملیت په هکله کوم خبر نه دی خپور شوی.