د ایران او پاکستان ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68208-د_ایران_او_پاکستان_ترمینځ_د_امنیتي_او_سرحدي_ملګرتیاو_پراختیا
د پاکستان د پوځ ویاند د تهران او اسلام آباد ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو د پراختیا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 11:26 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو پراختیا

د پاکستان د پوځ ویاند د تهران او اسلام آباد ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو د پراختیا خبر ورکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند برید جنرال آصف غفور په راولپنډۍ ښار کښې په یوه خبري غونډه کښې وویل: ایران ته د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواکو د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا له وروستي سفر نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ امنیتي او سرحدي ملګرتیاوې زیاتې شوې دي.

آصف غفور زیاته کړه: په دې سفر کښې د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواک قومندان د ایران له حکومتي، پوځي او امنیتي چارواکو سره رغنده لیدنې کتنې درلودې. د پاکستان د پوځ ویاند څرګنده کړه: د پاکستان او ایران ترمینځ د نوي بارډر د فعالیت د پیلیدو په برخه کښې د اسلام آباد او تهران تخصصي تماسونه او خبرې اترې وروستي پړاؤ ته رسیدلي دي او ډیر زر به یې نتیجې اعلان شي.

له ایران سره د پاکستان د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو د پراختیا په هکله د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې چې اسلام آباد ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف له سفره درې اونۍ وروسته وشوې، پاکستان ته د هغه د سفر او د دغه هیواد له سیاسي او پوځي چارواکو سره یې د خبرواترو یوه لاسته راوړنه بللی شو. که څه هم دغه ویاند د ایران او پاکستان ترمینځ د سرحدي او امنیتي ملګرتیاؤ پراختیا د دغه هیواد د پوځ د ځمکني ځواک د قومندان په څه موده مخکښې سفر پورې اړوندوي، خو د دغه ډول ملګرتیاو نهايي کیدل اسلام آباد ته د ظریف د سفر له نتیجو څخه هم ګڼل کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند په داسې شرایطو کښې په امنیتي او سرحدي چارو کښې د تهران او اسلام آباد د ملګرتیاو د پراختیا خبر ورکړی چې په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو فعالیت د ایران د ختیځ لپاره سخت سرحدي او امنیتي ګواښ ګڼل کیږي. په پاکستان کښې بیلابیلو ترهګرو په شتون او فعالیت باندې د دغه هیواد له اعتراف سره سره د دغو ډلو د کنټرولولو او پر ګاونډیو هیوادونو منجمله ایران یې له تیري څخه د مخنیوي لپاره د اسلام آباد د حکومت پروګرام د نیوکې وړ دی.

په پاکستان کښې د سیاسي چارو کارپيژاندی آصف ایزدي په دې اړه ویلي دي: هغه سرحدي غلط فهمۍ چې کله کله د ځینو عناصرو د خوزښتونو په وجه د پاکستان او ایران ترمینځ راپيدا کیږي او البته په دې وروستیو کلونو کښې ډیرې کمې شوې دي، باید نورې هم راکمې شي او د ایران او پاکستان ترمینځ د امنیتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا او د دواړو خواو د بیلابیلو ادارو ترمینځ زیاته غږملتیا د دې مسئلې سره ډیره ښه مرسته کولی شي. د امنیتي او سرحدي ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ترمینځ د همکارۍ د موافقې لاسلیکیدا دا هیله رامینځته کوي چې د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکي په خپلو امنیتي پروګرامونو کښې د بیاکتنې او د ګاونډیو هیوادونو خاورو ته د افراطي ډلو د ورننوتلو له نظره له هغو سره د خپلو پولو د دقیق کنټرول په ترڅ کښې په دې موافقه لیک کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي څو د هغو ملګرتیاو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي چې د پاکستان د پوځ ویاند ورته اشاره کړې ده. د سیمه ایزو اقتصادي ملګرتیاو منجمله د چین او پاکستان د کوریډور په چوکاټ کښې د اقتصادي ودې د پراختیا لپاره د پاکستان د حکومت موخې ته په پام سره د امنیت تامینول په دې برخه کښې وړومبنی ضرورت او اړتیا ده چې په دې هیواد کښې د بهرنۍ پانګه اچونې د زیاتوالي سبب هم کیدی شي.

په پاکستان کښې د اقتصادي چارو کارپوه حسنین رضا میرضا وايي: هغه اقتصادي پکټ چې په سیمه کښې د جوړیدو په حال کښې دی او د ایران او پاکستان هیوادونه هم پکښې شتون لري، د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا په مرکز بدلیدلی شي خو په دې شرط چې وړومبۍ خصوصاً د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې امنیت ټینګ کړی شي. سربیره پر دې که چیرې پاکستان د ګډو پولو د امنیت په تامینولو کښې د خپلو ژمنو په چوکاټ کښې اغیزمن ګام اوچت کړي، د دوه اړخیزو یا څو اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د ګاونډیانو لازیات باور راجلبولی شي.